د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په دریو پیښو کې ۶۱ کسان ووژل شول


د کابل - کندهار په لویه لار یوه ترافیکي پیښه د ۲۷ کسانو د مرگ او ۳۲ کسانو د ټپي کیدو سبب شوه.
د کابل - کندهار په لویه لار یوه ترافیکي پیښه د ۲۷ کسانو د مرگ او ۳۲ کسانو د ټپي کیدو سبب شوه.

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې نن سهار د اندړ په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو او د سیمه ییزو پاڅون کوونکو ترمنځ په نښته کې ۱۱ پاڅون کوونکي وژل شوي او شپږ تنه یې ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د سرپرست ویاند شفیق ننگ ساپی د امریکا غږ ته وویل چې په دې نښته کې اوه تنه وسله وال یاغیان هم وژل شوي او شپږ تنه یې ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړهچې د طالبانو او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ د شخړې څخهلږ وروسته امنیتي ځواکونه سیمې تهورسیدل او د یاغیانو سره په جگړه بوخت شول.

ښاغلي ساپي وویل چې طالب یاغیان د امنیتي ځواکونو سره په جگړه کې ووژل شول او د هغه په وینا پولیسو ته کوم زیان نه دی رسیدلی. خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو لنډ تلیفوني پیغام کې ویلي دي چې په دې نښته کې ۱۴ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په یوه بله پیښه کې د لغمان ولایت د مهترلام په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د یو قوماندان د جنازې په مراسمو یو ځانمرگی برید د ١۴ ملکي وگړو او څلور پولیسو د وژل کیدو سبب شو. د سیمه ییزو پولیسو مشر نن سهار د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی و.

د لغمان ولایت د سرپرست والي ویاند سرحدی ځواک د امریکا غږ ته ویلي چې په وژل شویو کې د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر مرستیال هم شامل دی. هغه زیاته کړه چې په دې پیښه کې ٣٦ ملکي وگړي او د پولیسو درې منسوبین وژل شوي دي.

ددې پیښې مسوولیت تر اوسه هیڅ یوې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او د محلي مقاماتو په وینا پلټنې روانې دي.

له بلې خوا د کابل - کندهار په لویه لار یوه ترافیکي پیښه د ۲۷ کسانو د مرگ او ۳۲ کسانو د ټپي کیدو سبب شوه.

د زابل امنیتي مقاماتو ویلي چې دا پیښه د زابل ولایت مرکز قلات د کاکران په سیمه کې شوې ده چې د یو ټانر سره د بس موټر د ټکر په نتیجه کې رامنځ ته شوه.

د زابل د شفاخانې مسؤل داکتر زلمي رشتین د امریکا غږ ته وویل چې د شپږ ټپیانو روغتیایي وضیعت د اندیښنې وړ دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ژور خپگان په څرگندولو سره د زابل مقاماتو ته امر کړی چې د ټپیانو د درملنې لپاره د هر ډول امکان گټه واخلي.

ملگرو ملتونو په خپل یوه تازه رپوټ د افغان ملکي وگړو د تلفاتو د زیاتوالي خبر ورکړی او د دې تلفاتو زیاته برخه یې د طالبانو او نورو یاغي ډلو د بریدونو زیږنده گڼلې ده.

XS
SM
MD
LG