د لاس رسي وړ اتصالات

د بالامرغاب جګړې کې لسګونه طالبان او افغان سرتېري وژل شوي


دا له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا د بالا مرغاب پر ولسوالۍ د طالبانو څویم برید دی
دا له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا د بالا مرغاب پر ولسوالۍ د طالبانو څویم برید دی

افغان چارواکي وايي له فاریاب، هلمند او بادغیس څخه ډېر شمېر طالب وسله وال راټول شوي او د بالامرغاب پر ولسوالۍ یې بریدونه کړي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ ته وویل چې طالب وسله وال د ولسوالۍ د بازار خولې ته نژدې شوي دي او له افغان ځواکونو سره په جګړې بوخت دي.

ښاغلي شهابي وویل چې په دغې جګړې ۳۲ طالب وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي. هغه په وویل په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ افغان سرتيري هم وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

په همدې حال کې د بادغیس د ولایتي شورا ځینې غړي وایي چې طالب وسله وال د ولسوالۍ بازار ته ننوتلي او د ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ په ګډون ځینې ودانۍ د افغان ځواکونو سره دي او نورې یې طالبانو نیولي دي.

د ولایتي شورا غړي ناصر نظري امریکا غږ ته وویل که د پنجشنبې تر شپې (اپریل۴) د بالامرغاب ولسوالۍ ته کمکي سرتېري ونه رسیږي، ولسوالي به سقوط او "انساني ناورین" به رامنځ ته شي.

د بادغیس امنیه قومندان شیر اقا الکوزی وايي چې لا هم د (پنجشنبه اپریل۴) سخته جګړه روانه ده او د هغه په خبره د طالب وسله والو د جګړې مشري چیچنايي او اوزبیک جنګیالي کوي.

هغه وویل چې لا تر دې دمه کمکي سرتیري رسېدلي نه دي. نوموړي امریکا غږ ته وویل چې په دغه جګړې کې دوه ملکیان او یو شمېر افغان پولیس او سرتېري وژل شوي دي، خو دقیقه شمېره یې ونه ښوده.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ وایي چې په دغې ولسوالۍ کې له یوې میاشتې راهیسې جګړه روانه ده. هغه امریکا غږ ته وویل د سیمه ایزو چارواکو ناغیړي او کمزوری مدیریت د دغې جګړې لاملونه دي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې په دغې جګړې کې ۱۲ افغان سرتېري وژلي، څلور نور یې ژوبل کړي او یو شمېر پوستې یې نیولي دي. طالبانو د خپلو تلفاتو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د بالامرغاب په ولسوالۍ کې له یوې میاشتې راهېسې جګړه روانه ده او طالبانو پرې خپل بریدونه روان ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG