د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس؛ افغانستان له ایران سره تګ راتګ بند کړ


په هرات کې د کرونا ویروس درې مشکوکې پېښې ثبتې شوي دي
په هرات کې د کرونا ویروس درې مشکوکې پېښې ثبتې شوي دي

افغان حکومت اعلان وکړ چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر یې له ایران سره خپل ټول هوايي او ځمکنی تګ راتګ بند کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په اعلامیې کې راغلي‌ دي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د کروناویروس د مخنیوي په موخه د موقتې مودې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت سره هر ډول (هوايي او مځکنی) تګ راتګ بند کړ".

د ملي‌امنیت د شورا په غونډه کې سپارښتنه شوې ده چې په ایران کې "قنسولي خدمات محدود کړي" او له تهران څخه وغوښتل شي چې د افغانانو د شړلو لړۍ دې ودروي.

اعلامیه وایي په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د کروناویروس سره د مبارزې او له نورو "هیوادونو څخه افغانستان ته د یاد ویروس د راتګ د مخنیوي په موخه له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم ودرول شي."

افغان حکومت داسې مهال له ایران سره تګ راتګ بندوي چې له ایران سره په ګاونډي ولایت هرات کې د کروناویروس درې مشکوکې پېښې ثبتې شوې دي. درې کسان چې اوس په روغتون کې بستر کړل شوي، تازه له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي وو.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فېروز وايي چې تر دې دمه په افغانستان کې د "کرونا ویروس هیڅ مثبته واقعه نه ده ثبت شوې، خو د مریضانو د تشخیص، قرنطین او تداوۍ لپاره یې په مرکز او ولایتونو کې کامله امادګي نیول شوې ده."

په غونډه کې دا خبره هم شوې ده چې ښايي‌ د کروناویروس د مخنیوي لپاره د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه ریزرف شي.

کروناویروس تر دې دمه په ایران کې اته کسان مړه کړي او لسګونه نور په دغه ویروس اخته شوي دي. دا ویروس په چنې کې څه باندې ۲۴۰۰ کسان مړه کړي‌ او شاوخوا ۷۷۰۰ نور کسان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG