د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د 'کرونا' ویروس خپرېدو له امله پوهنتونونه رخصت شوي


په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي روغتیايي مرکز
په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي روغتیايي مرکز

په ایران کې د 'کرونا' ویروس خپرېدو له ویرې د دغه هیواد په یو شمېر ولایتونو کې پوهنتونه د یوې اونۍ لپاره رخصت شوي دي.

ایرنا خبري اژانس نن شنبه «کب۴مه»د ایران د روغتیا وزارت د سلاکار علي رضا وهاب له قوله ویلي چې یاد پوهنتونونه د دغه هیواد په مرکز تهران، البرز، قزوین، مرکزي، قم، همدان، اصفهان، ګیلان او مزندران کې رخصت شوي دي.

ایراني چارواکي پر داسې مهال دا اقدام کوي چې په دغه هیواد کې د 'کرونا' ویروس خپرېدو له امله پنځه تنه وژل شوي او ۲۸ نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

د محمد مهدي په نوم د ایران د روغتیا وزارت یوه بل چارواکي هم ویلي چې په کرونا ویروس د ۹۸سلنې اخته کسانو درملنه کیږي او ۸۰ سلنه نورو کې کم علایم لیدل شوي چې تر جدي مراقبت لاندې دي.

د دغه هیواد د پوهنې وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي ټول هغه زده کوونکي چې سر درد او زکام ولري ښوونځيو ته دي نه ځي.

ایران کې د هلکانو یو ښوونځی
ایران کې د هلکانو یو ښوونځی

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې رامنځته شو.

تر اوسه شاوخوا ۷۵زره تنه د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغې ناروغۍ له امله په چین کې څه باندې ۲۰۰۰ کسه مړه شوي او دغه راز په جاپان، فلپین، فرانسه او تایوان کې د یو – یو کس د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG