د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس د مخنیوي تدابیرو ته پاملرنه نه کول حرام دي - فتوا 


د افغانستان د حج او اوقافو وزارت یوه فتوا صادره کړې چې د کروناویروس د پراخیدو د مخنیوي لپاره له روغتیایي لارښونو څخه سرغړونه حرامه ده.

دغه فتوا چې د چهارشنبې په ورځ اپریل لومړۍ نیټه (وري ۱۳) اعلان شوه راغلي دي په هغه سیمو کې چې کروناویروس په کې خپور شوی که د ناروغۍ د خپریدو د اندیښنې په دلیل په جومات کې په جماعت د لمونځ ادا کول ممکن نه وي، پدې حالت کې خلک کولای شي په خپلو کورونو کې لمونځ ادا کړي.

د کروناویروس د وبا او په نړۍ کې د هغې د خپریدو وروسته ډیرو اسلامي هیوادونو د ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر په جوماتونو کې د لمانځه ادا کول بند کړل.

دغه فتوا وایي د کروناویروس د قربانیانو تدفین او غسل ورکول باید د موظفو روغتیایي ټیمونو تر نظر یا اجازې په اساس په ځانګړو ځایونو کې د ټولو شرعي او روغتیایي اصولو او قواعدو سره سم وشي. په فتوا کې په صراحت ویل شوي چې د قربانیانو د زیاتوالي په صورت کې چې رسیدګي ورته امکانونه لري، کیدای شي مړي له غسل ورکولو پرته ښخ شي.

همداشان فتوا کې راغلي چې که د کارپوهانو په نظر د مړي سره تماس د ویروس د انتقال سبب کیږي نو پداسې شرایطو کې د میت سره هر ډول تماس شرعاً منع دی.

پدغه فتوا کې له خلکو غوښتل شوي ګڼه ګوڼې جوړولو او په ځانګړې توګه د فاتحې د مراسمو او جنازې کې برخه اخیستلو څخه ډډه وکړي.

په اکثرو اسلامي هیوادونو کې د کروناویروس قربانیان د روغتیایي او ښاروالۍ د کارکوونکو د څو محدودو کسانو له خوا په خاصو محلاتو کې خاورو ته سپارل کیږي چې د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وشي.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت ویلي چې دغه فتوا د قرآن د ایاتونو، نبوي احادیثو او معتبرو فقهي قواعدو په رڼا کې صادره شوې ده او په اساس یې د افغانستان د روغتیا وزارت د سپارښتنو څخه پیروي واجب دي. فتوا له دیني عالمانو هم غواړي چې د کروناویروس د خطرونو په اړه په عامه پوهاوي کې ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG