د لاس رسي وړ اتصالات

له فساد سره د مبارزې د قانون په سر ناندرې


له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړی سکرتریت وایي، چې له اداري فساد سره د مبارزې د قانون په اساس د غوراوي کمېټې په ترکیب کې رامنځته شوي بدلونونه، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د مدني ټولنې د څارنې رول د له منځه وړلو په معنی نه دي او دغه کمیټه به په بشپړ شفافیت سره خپلې چارې ترسره کړي.

د دغه سکرتریت رئیس یما تُرابي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په دغه قانون کې له فساد سره د مبارزې کمیسیون د جوړولو لپاره، د نړیوالې ټولنې په سلامشورې د غوراوي په کمیټه کې ځکه یواځې دولتي بنسټونو ته غړیتوب ورکړل شوی، چې غیردولتي ادارې د افرادو او اشخاصو تر نفوذ لاندې دي.

هغه زیاته کړه " یوناما او زموږ د نړیوالې ټولنې همکارانو چې کوم نظر درلود هغه معقول وو او دا بدلونونه مو راوستل، تر څو موږ وشو کولی یوه داسې د غوراوي کمیټه ولرو چې اړوند کسان په کې وګومارل شي، ځکه چې د دغه کمیسیون کار له عدلي او قضايي بنسټونو سره زیات تړلی دی او هغه کسان وګومارل شي، چې اهلیت یې لري، تجربه یې لري او کولی شي، چې د همدغه کمیسیون په کچه کار وکړي".

میاشت وړاندې له فساد سره د مبارزې قانون تصویب شویدی
میاشت وړاندې له فساد سره د مبارزې قانون تصویب شویدی

د افغانستان د شفافیت د څار اداره او یو شمیر مدني او حقوقي بنسټونه وايي، چې د افغان حکومت کابینې له فساد سره د مبارزې په قانون کې، له فساد سره د مبارزې د کمیسیون د غړو د انتخاب لپاره د دولتي او غیر دولتي غړو په ګډون د غوراوي کمیټې د جوړولو مسله تصویب کړې وه، خو اوس په توشیح شوي قانون کې یواځې دولتي ادارو ته د دغې کمیټې غړيتوب ورکړل شوی دی

دوی ادعا کړې، چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې کمیسیون د جوړولو لپاره، د غوراوي له ګډې کمېټې څخه د غیر دولتي غړو په ایستلو، له فساد سره د مبارزې قانون تحریف کړی دی.

خو د افغانستان د شفافیت د څار اداره په دغه قانون کې د بیا اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار کوي او وايي، چې په غوراوي کمیټه کې باید غیر دولتي بنسټونو ته هم ونډه ورکړل شي.

د دغې ادارې د عدالت غوښتنې او اړیکو مسول ناصر تیموري امریکا غږ – آشنا ته وویل، دوی له دریو کلونو راهیسې له فساد سره د مبارزې پر قانون کار کړی او په وروستیو شیبو کې یوه سیاسي ډله چې تل یې له دغه قانون سره مخالفت درلود، له خپل صلاحیت پورته په قانون کې بدلونونه راوستل، چې د ښاغلي تیموري پر وینا دا د قانون د تحریفولو په معنی دي.

د افغان حکومت کابینې شاوخوا یوه میاشت وړاندې له فساد سره د مبارزې قانون تصویب او د عدلیې وزارت د لړم په نهمه په رسمي جریده کې خپور کړ.

XS
SM
MD
LG