د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل یوې محکمې یو جنرال د فساد په تور په زندان محکوم کړ


شاید دا لومړی ځل وي چې په دومره لوړه کچه کوم افغان چارواکی د فساد په تور محکومیږي

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د درنو جرمونو ابتدائیه محکمې په یوه علني محکمه کې د کورنیو چارو وزارت یو جنرال د رشوت اخېستلو په تور په ۱۴ کاله بند محکوم کړ.

دا علني محکمه د دوشنبې په ورځ (ډسمبر ۷) وشوه، چې په کې د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو د ارزونې د کمېټې رئيس جنرال عبدالواسع روفي محکوم شو.

موظف څارنوال وویل چې جنرال عبدالواسع روفي د فيډ لیس له کمپنۍ نه د تیلو په یوه قرارداد کې یو ۱۵۰زره ډالره رشوت اخیستي وو. د محکمې قاضي وویل چې نوموړي جنرال یې د رشوت معادل په نغدي جریمه هم محکوم کړی دی.

د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدګۍ د ابتدائيه محکمې د قضائيه پلاوي مشر قاضي شیرین اقا منیب وویل"دا حکم قاطع ندی، که قناعت مو نه وي پرې شوی، نو د استئناف غوښتنې حق مو د قانون په اساس خوندی دی."

د محکمې قاضي وویل چې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین مرتضی رحیمي، د تدارکاتو رئيس نوید الله بخشي، محمد اکبر عبدالرحیمزی د کورنیو چارو وزارت د تشکیلاتو رئیس او ددې وزارت د تدارکاتو دوه نور کارکوونکي هم تر عدلي تعقیب لاندې دي.
دې محکمې تر دې وړاندې په دوه نورو قضیو کې هم پرېکړې کړې وې

XS
SM
MD
LG