د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغانستان له پاکستان سره نړیوالې لوبې کوي


ښاغلی مراد وايي افغانستان به له پاکستان سره د راروانو لوبو کوربه وي.
ښاغلی مراد وايي افغانستان به له پاکستان سره د راروانو لوبو کوربه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي ډېر ژر به له پاکستان سره یو داسې تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ څو نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې وشي.

د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نورمحمد مراد امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه وار د مخه د پاکستان د کرېکټ بورډ له مشر او نورو چارواکو سره یې هم خبرې کړي دي.

ښاغلي مراد د دغه تړون د لاسلیک کولو دقیقه نېټه ونه ښوده خو ویې ویل چې دغه کار به ډېر ژر وشي،د تړون له لاسلیک کولو ورسته به بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبو مهالویش او ځایونه هم معلوم شي.

ښاغلي مراد وویل " ما د افغانستان او پاکستان د الف لوبډلو ترمنځ له سیالیو وړاندې د پاکستان د کرېکټ بورډ له مشر سره اوږدې خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ مې د لوبو بلنه ورکړه، هغوی هم تقریبا ومنله. یو تړون به لاسلیک کوو او د لوبې مهالویش به بیا وروسته اعلانیږي."

ښاغلي مراد وویل افغانستان به د دغو لوبو کوربتوب کوي چې ښايي د ۲۰۱۵ کال له نړیوال جام وروسته وشي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر وویل دوی هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالیو کې یو بل درېیم هېواد هم ورګډ کړي چې شاید متحده عرب امارات وي، دغه لوبې به پر تلویزیون هم ښودل کیږي.

متحدو عربو اماراتو هم څه موده وړاندې د کرېکټ د نړیوالو یوې ورځنیو لوبو امتیاز ترلاسه کړ.

افغانستان تر دې مهاله یوازې له زمبابوۍ سره څلور پرلپسې یوه ورځنې نړیوالې لوبې کړي چې، په کرېکټ کې ورته سیریز ویل کیږي. افغانستان دغه سیریز دوه-دوه مساوې کړ. زمبابوۍ د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی دی.

د افغانستان الف لوبډلې د همدې اونۍ په سر کې په اسلام اباد کې د پاکستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړې، تر دې وړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې بیا له خپلو پاکستاني سیالانو څخه د دریو لوبو لړۍ دوه-‍ یوه وګټله.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په متحدو عربو اماراتو کې په تمریناتو او د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته په تیاریو بوخته ده.

ټاکل شوې چې افغانستان د همدغې میاشتې په ۲۶ نېټه د نیوزلینډ له الف لوبډلې سره یوه دوستانه او ورپسې بیا له متحدو عربو اماراتو سره څلور پرلپسې یوه ورځنۍ لوبې وکړې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG