د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ:د نړیوال جام د غوراوي لوبو ته افغان لوبډله اعلان شوه


افغانستان تراوسه د ۲۰ اورنو په دریو نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی دی.
افغانستان تراوسه د ۲۰ اورنو په دریو نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اورونو نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته، لوبډله اعلان کړه.

د پنځلسو کسانو په دغې لوبډلې کې یوازې کیڼ لاسی ورو توپ اچوونکی شرف الدین اشرف نوی دی او پاتې ۱۴ نور د ملي لوبډلې پخواني او تجربه کاره لوبغاړي دي.

د غوراوي دغه سیالۍ د را روانې جولاۍ میاشتې په اوومه نیېټه په سکاټلېنډ او اېرلېنډ کې پیل کیږي چې ۱۶ لوبډلې به په کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

دغه لوبې د اګست په دویمه نېټه ختمیږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي چې د لوبډلې د غوراوي ډلې، د لوبغاړو تېرو لوبو او وړتیاوو ته په کتو، دغه لوبډله غوره کړې ده.

اعلان شوې لوبډله

په لوبډلې کې اصغر ستانکزی کپټان، جاوید احمدي یې مرستیال او شهزاد محمدي ویکټ ساتوونکی دی.

شیفق الله شفق، نجیب ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، نوروز منګل، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، میرویس اشرف، شرف الدین اشرف، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب او افتاب عالم د لوبډلې نور لوبغاړي دي.

کریم صادق، عثمان غني او فرید ملک بیا د احتیاطي لوبغاړو په لست کې دي چې د ضرورت په وخت کې به د کوم بل لوبغاړي پر ځای په لوبډلې کې شامل کړل شي.

شپاړلس لوبډلې او یو جام

د جولاۍ په نهمه نېټه په اېرلېنډ او سکاټلېنډ کې د ۲۰۱۶ کال د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې پر کوربنو سربېره، ۱۴ نورې لوبډلې هم شاملې دي.

افغانستان په بي ګروپ کې دی چې د متحده عربي اماراتو، هالېنډ، سکاټلېنډ، کاناډا، کینیا او عمان سره لوبې لري.

کریم صادق، عثمان غني او فرید ملک د احتیاطي لوبغاړو په لست کې چې د ضرورت پر وخت به د کوم بل لوبغاړي پر ځای لوبډلې کې شامل کړل شي.
کریم صادق، عثمان غني او فرید ملک د احتیاطي لوبغاړو په لست کې چې د ضرورت پر وخت به د کوم بل لوبغاړي پر ځای لوبډلې کې شامل کړل شي.

په دغو لوبډلو کې ښايي کوربه سکاټلېنډ او امارات افغانستان ته سرخوږی جوړ کړي.

د دغو سیالیو نورې لوبډلې اېرلېنډ، کینیا، امریکا، هانګ کانګ، جرسی، پاپوا نیوګینې، نمیبیا، او نیپال دي.

په دغو ۱۶ هېوادونو افغانستان، اېرلېنډ، سکاټلېنډ، هانک کانګ، متحده عربي امارات او نیپال د ۲۰۱۴ کال د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې ولوبېدل.

نړیوال جام ته د رسېدو لاره

د کرېکټ د نړیوالې شورا د پرېکړې له مخې د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې لس به یې د ټسټ درجې لروونکي هېوادونه او شپږ به یې د کرېکټ د نړیوالې شورا د درېیمې او دویمې درجې هېوادونه وي.

د غوراوي د سیالیو د ۱۶ لوبډلو له ډلې یې د سر څلور لوبډلې مخامخ د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته ځي.

د نړیوال جام لپاره دوه نورې لوبډلې به د غوراوي بل ټورنمنټ کې له نورو لوبډلو سره لوبې کوي چې لا د کرېکټ نړیوالې شورا یې مهالویش اعلان کړی نه دی.

افغانستان په پرلپسې ډول درې وارې د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې لوبېدلی دی او اوس د کرېکټ د نړیوالې شورا د شلو اورونو د سیالیو په درجه بندۍ کې، لسم مقام لري او د ټسټ درجې لروونکو هېوادونو په کتار کې ولاړی دی.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اورونو نړیوال جام په هند کې وشي، د ۲۰۱۴ کال د نړیوال جام سیالۍ په بنګلدېش کې وشوې چې سرېلنکا اتلولي وګټله.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG