د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغانستان عمان ته ماتې ورکړه او پنځم نمبر شو


عمان په ګروپي لوبو کې افغانستان ته حېرانوونکې ماتې ورکړې وه، خو افغان لوبغاړو نن خپل بدل واخیست.
عمان په ګروپي لوبو کې افغانستان ته حېرانوونکې ماتې ورکړې وه، خو افغان لوبغاړو نن خپل بدل واخیست.

افغانستان د کرېکټ د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اورونو د غوراوي په سیالیو کې عمان ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړ. افغانستان په دغه بري سره په دغو سیالیو کې پنځم نمبر شو.

افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي د پچې له ګټلو وروسته، د توپ اچونې پرېکړه وکړه او عمان په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۲۷ منډې وکړې.

افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سر په نونلسم اور کې دغه منډې پوره او لوبه یې وګټله.

که څه هم افغانستان د منډو ښه پيل ونکړ، خو له سمیع الله شینواري سره د محمد نبي عیسی خیل او نجیب الله ځدراڼ د منډو ملګرتیا د عمان ماتې یقیني کړه.

نجیب ۴۴ او نبي په ۲۷ منډو وسوځېدل، خو سمیع ۴۰ منډې وکړې او تر پایه ولاړ و.

کپټان اصغر ستانکزی او محمد شهزاد محمدي په صفر او نوروز منګل په څلورو منډو وسوځېدل.

عمان هماغه لوبډله ده چې په ګروپي سیالیو کې یې افغانستان ته ماتې ورکړه او یو وخت داسې ویره پېدا شوه چې ښايي افغانستان د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته لاره ونشي کړی.

په ننۍ لوبې کې دولت ځدراڼ ، میرویس اشرف او افتاب علم دوه دوه او شاپور ځدراڼ بیا یو مخالف لوبغاړي وسوځول. د عمان دوه نور لوبغاړي په منډو کې وسوځېدل.

افغانستان د غوراوي په دغو سیالیو کې ټولې نهه لوبې درلودې چې، پنځه یې وګټلې، دوه یې وبایللې او دوه نور یې د باران له کبله مساوي اعلان شوې.

دا څلورم ځل دی چې افغانستان د ۲۰ اورونو نړیوال جام ته لاره کوي، خو دا یې لومړی وار و چې د غوراوي په سیالیو کې پایلوبې ته ونه ووت.

د ۲۰۱۶ کال د کرېکټ د ۲۰ اورونو نړیوال سیالۍ د مارچ په ۱۱ په هند کې پیل کیږي او د اپریل په درېیمه ختمیږي.

دا د ۲۰ اورونو کې شپږم نړیوال جام دی چې اوسنۍ اتل یې یې سرېلنکا ده.

هند، ویسټ انډیز، انګلېنډ او پاکستان هم یو یو ځلې د ۲۰ اورونو د نړیوالو جامونو اتلولي ګټلې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG