د لاس رسي وړ اتصالات

ډوني، شاپور ځدران د آی پي ایل سیالیو ته بیايي


شاپور وايي ډوني ورته کلکه ژمنه ورکړه چې د آی پي ایل په سیالیو کې به ورته د لوبېدو زمینه برابروي.
شاپور وايي ډوني ورته کلکه ژمنه ورکړه چې د آی پي ایل په سیالیو کې به ورته د لوبېدو زمینه برابروي.

داسې هیلې پېدا شوي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی شاپور ځدران ته د هند د آی پي ايل په مشهورو کورنیو سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړل شي.

شاپور ځدران تېره پنچشنبه د سپتمبر په ۱۷ په انګلېنډ کې د اتلانو سره د مرستې ټولونې په یوې سیالۍ کې، چې د نړۍ یو شمېر مشهور لوبغاړي په کې وو، ولوبېده.

دی، د کرکټ د شورا د دویمې درجې هېوادونو لومړنی لوبغاړی و چې په داسې یوې لوبې کې یې برخه واخیسته.

شاپور د یو شمېر نورو لوبغاړو ترڅنګ، د هند له وتلي لوبغاړي او کپټان مهندر سنګ ډوني سره چې، په مخالفې لوبډلې کې و، هم لیدلي او اوږدې خبرې کړي دي.

شاپور وايي " ما ډوني ته وویل زه ښې لوبې کوم او تاسو ولیدل چې په نړیوال جام کې مې هم کسان وسوځول، ولې په آی پي ایل کې د لوبېدو چانس نه راکوﺉ؟ ډوني وویل چې رښتیا هم تاسو ښه لوبغاړی یې او انشاالله چې د آي پي ايل د ۲۰۱۶ کال په سیالو کې به درته د لوبېدو زمینه برابره کړم. "

شاپور وايي د ډوني خبرو او کلکې ژمنې ته په کتو ډاډه دی چې د آی پي ایل د ۲۰۱۶ کال په سیالیو کې لوبیږي.

دی وايي چې ډوني ورته خپل د تیلیفون شمېره او ایمیل ادرس هم ورکړ چې په اړیکه کې سره واوسي.

شاپور ځدران وايي چې ډوني ته یې د محمد نبي، حمید حسن، شهزاد او اصغر ستانکزي ځانګړې سپارښتنه هم وکړه چې په آی پي ایل کې یې ولوبوي.
شاپور ځدران وايي چې ډوني ته یې د محمد نبي، حمید حسن، شهزاد او اصغر ستانکزي ځانګړې سپارښتنه هم وکړه چې په آی پي ایل کې یې ولوبوي.

شاپور ځدران وايي، له ډوني یې وغوښتل چې نورو افغان لوبغاړو ته هم په آی پي ایل کې د لوبېدو چانس ورکړي، خو ډوني ویلي " چې یو وارې ستاسو کار وشي، بیا د هغوی هم کیږي. "

که رښتا هم له شاپور سره بخت یار وي او په آی پي ایل کې د لوبېدو چانس ورکړل شي، یوازې د هغه لپاره نه بلکې دا به د ټول افغانستان لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه وي.

آی پي ایل او افغان لوبغاړي

د هند د آي پي ایل لوبې په نړۍ کې د کرکټ مشهوري تفریحي او تجارتي سیالۍ بلل کیږي چې کور دننه او د باندې سلګونه زره مینوال لري.

په دغو لوبو کې دهند د کورنيو لوبغاړو سربېره، د نړۍ یو شمېر مشهور لوبغاړي هم لوبیږي چې د دغو لوبو رنګ او خوند یې لا زیات کړی دی.

دغه لوبې هر کال یو وارې کیږي چې یو هدف یې د هند ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل هم دي.

د دغو سیالو د ځینو لوبډلو مالکان د هند د سینما یو شمېر وتلي ستوري لکه، شاه رخ خان، پریټي زنټا او نور دي.

افغانستان په کرکټ کې د نورو پیاوړو هېوادونو په څېر پخه تجربه نلري، خو بااستعداده لوبغاړي لري.

محمد نبي، حمیدحسن، شاپور ځدران، محمد شهزاد او سمیع الله شینواری هغه افغان لوبغاړي دي چې د ملبورن کرکټ کلپ او د بنګلدیش په کورنیو سیالیو کې لوبیدلي او ځلیدلي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG