د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: له زمبابوې سره سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه


شهزاد محمدي، نور علي ځدران او کریم صادق له اوږد ځنډ وروسته بېرته لوبډلې ته راوستل شوي دي.
شهزاد محمدي، نور علي ځدران او کریم صادق له اوږد ځنډ وروسته بېرته لوبډلې ته راوستل شوي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ له زمبابوې سره سیالیو لپاره د ۱۹ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. دغه لوبغاړي د دواړو یوې ورځنیو او ۲۰ اورونو نړیوالو سیالیو ته غوره کړل شوي دي.

په لست کې تر ټولو نوی او ځوان لوبغاړی رشید ارمان هم شامل دی. دی به د ۲۰ اورونو په سیالیو کې لوبیږي، ارمان دواړه کاره کوي، ورو توپ اچونکی او منډه جوړونکی دی. د افغانستان په کورنیو لوبو کې د بست زون په لوبډلې کې دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی ریس احمدزي امریکا غږ ته وویل چې رشید ارمان ځوان، با استعداده او ښه لوبغاړی دی چې هیله ده له زمبابوې سره په لوبې کې ښه وځلیږي.

افغان لوبډله د اکتوبر په ۱۳ نېټه زمبابوې ته رسېږي او د زمبابوې له لوبډلې سره تر رسمي لوبو مخکې له ځینو سیمه ییزو لوبډلو سره تمریني لوبې کوي.

اعلان شوي لوبغاړي د سه شنبې په ورځ په کابل کې د راروانو سیالیو لپاره تمرینات پیلوي.

په لوبډلې کې څوک دي

له زمبابوې سره د یوې ورځنیو لوبو لپاره په لوبډلې کې حمید حسن نشته، خو نور علي ځدران او شهزاد محمدي په لوبډلې کې شامل دي. حمید ژوبل دی او هند ته د درملنې لپاره تللی و.

شهزاد او نور علي ډېره موده په نړیوالو سیالیو کې نه وو. نور علي په کورنیو لوبو او سریلنکا کې له سیمه ییزو لوبډلو سره ښې او ډېرې منډې وکړې.

شهزاد محمديبیا د ۲۰۱۶ کال د نړیوال جام د سیالیو د غوراوي په سیالیو کې ښه ځلیدلی و.

ځوان لوبغاړی حشمت الله شهیدي هم په لوبډلې کې دی، هغه په کورنیو سیالیو کې په یوې لوبې کې تر ۲۰۰ ډېرې منډې وکړې.

اصغر ستانکزی کپټان دی، نوروز منګل، محمد نبي عیسی خیل، نجیب ځدران، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف، شاپور ځدران، حمزه هوتګ، دولت ځدران، شفیق الله شفق، افتاب علم او فرید ملک د یوې ورځنیو لوبو لپاره غوره کړل شوي دي.

د ۲۰ اورونو لوبغاړي

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي چې له زمبابوې سره د ۲۰ اورونو په سیالیو کې به کریم صادق، عثمان غني، ګلبدین نایب او رشید ارمان هم لوبیږي خو، دولت ځدران، حشمت شهیدي، میرویس اشرف او نور علي ځدران به د ۲۰ اورونو په سیالیو کې نه وي.

له زمبابوې سره د افغانستان لومړنۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه د اکتوبر په ۱۶، دویمه یې په ۱۸، درېیمه یې په ۲۰، څلورمه یې په ۲۲ او پنځمه یې په ۲۴ نېټه ده.

د ۲۰ اورونو لوبې یې بیا د همدغې میاشتې په ۲۷ او ۲۹ نېټو دي.

افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې هم له زمبابوې سره څلور یوه ورځنۍ لوبې وکړې چې دوه یې وګټلې او دوه یې وبایللې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG