د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له زمبابوې نه د ۲۰ اورونو لومړنۍ لوبه هم وګټله


دولت ځدران د زمبابوې درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړ شوی.
دولت ځدران د زمبابوې درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړ شوی.

له زمبابوې څخه د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ له ګټلو وروسته، افغانستان کوربه ته د ۲۰ اورونو په لومړنۍ لوبې کې هم ماتې ورکړه.

لوبه بیا هم د بولیو په ښار کې وشوه؛ زمبابوې پچه وګټله او خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله.

د زمبابوې د سر لوبغاړو ډېر ښه پیل وکړ، دواړو لوبغاړو یې تر ۵۰ ډېرې منډې وکړې، خو د دولت ځدراڼ ښې توپ اچونې د زمبابوې د چټکې منډې مخه ډب کړه.

زمبابوې افغانستان ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه، چې افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف ترلاسه او له زمبابوې سره یې خپله لومړنۍ شل اوریزه نړیواله لوبه هم وګټله.

په افغان منډه جوړونکو کې نجیب ځدراڼ ۳۷، شهزاد ۳۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې. د نجیب او نبي ترمنځ د ۶۹ منډو ګډې ملګرتیا افغانستان د بري پوړ ته ورسوه.

په توپ اچوونکو کې بیا دولت ځدراڼ درې، حمزه او راشد ارمان د زمبابوې یو یو لوبغاړي وسوځول.

نوروز منګل، سمیع الله شینواری او میرویس اشرف له لوبډلې کینول شوي وو او پر ځای یې کریم صادق، عثمان غني او ګلبدین نایب راوستل شوي وو.

افغانستان له زمبابوې سره د ۲۰ اورونو دویمه نړیواله لوبه د چهارشنبې په ورځ کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG