د لاس رسي وړ اتصالات

د شپږیزې سیالیو کې بست ساتونکو خپله لومړنۍ لوبه وګټله


سپین غر څلور لوبې ګټلې او د جدول په سر کې ځای لري.
سپین غر څلور لوبې ګټلې او د جدول په سر کې ځای لري.

په کابل کې د شپیږیزې سیالۍ مهم پړاوو ته رسېدلي دي.

نن بیا هم دوه لوبې وشوې، په لومړنۍ کې د سپین غر زمریانو کپتان شفیق الله شفق د مس عینک په وړاندې پچه وګټله او خپله د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

د شفق پرېکړه هغه مهال ښه ثابته شوه چې د مس عینک ټوله لوبډله په ۱۰۶ منډو وسوځېدله، خو سپين غر دغه هدف په شپاړلسم اورو کې پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړي سمیع افریدی شو چې په ۳۰ توپونو يې ۴۲ چټکې منډې وکړې.

دا د روانو سیالیو یولسمه لوبه وه. سپین غر زمریان اوس د جدول په سر کې دي.

په دویمې لوبې کې بیا د بند امیر لوبډلې د بست ساتوونکو په وړندې پچه وګټله او خپله يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بست ساتونکو په ۲۰ اورونو کې ۱۱۱ منډې وکړې چې بند امیر په پوره او لوبه يې وګټله، خو بست ساتوونکو دغه هدف پوره او خپله لومړنۍ لوبه يې وګټله.

دوی په ۱۱ منډو بست ساتوونکي مات کړل.

سبا هم دوه لوبې کیږي، امو نهنګان د مس عینک په وړاندې او د بند امیر ښارماران د کابل بازانو په وړاندې لوبې کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG