د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ سوداګریزه وده


اوس په کابل کې شپږیزې په نامه د پنځو زونونو او کابل د لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اورونو تجارتي سیالۍ روانې دي.
اوس په کابل کې شپږیزې په نامه د پنځو زونونو او کابل د لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اورونو تجارتي سیالۍ روانې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي دغه لوبه اوس په افغانستان کې د سلګونه زره ډالرو په یوې سوداګرۍ او لوی کاروبارو بدل شوی دی.

شاوخوا لس کاله وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړي نه درلودل، یو شمیر افغانانو آن کرکټ ته د یوې بهرنۍ او په خاص ډول د پاکستان څخه د یوې راوړل شوې لوبې په سترګه کتل.

د ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک علم وايي په ۲۰۰۸/۲۰۰۹ کلونو کې تانزانیا او نیو جرسي ته چې د لوبو لپاره لپاره تللي وو، د ملي ټیم خوراک یوازې چپس او وچه ډوډۍ وه.

هغه مهال افغانستان کوم معیاري لوبغالی نه درلود، لوبغاړي يې ډېر نه پېژندل کېدل، د نړیوالو لوبو امتیاز یې هم نه درلود او د ډیويژنونو د ټېټې کچې لوبې یې کولې.

اوس کرکټ په افغانستان کې هغه د لسو کلونو مخکنی کرکټ نه دی؛ نژدې هر سوداګر، تلویزون، راډیو او چاپي رسنۍ له کرکټ او ملي لوبغاړو سره یوازې نه دا چې اشنا شوي، لوبې یې هم خپروي او مالي ملاتړ يې هم کوي.

دا مهال د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې هر لوبغاړي تر پخوا ښه ژوند او د ژوند ښې اسانتیاوې لري.
دا مهال د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې هر لوبغاړي تر پخوا ښه ژوند او د ژوند ښې اسانتیاوې لري.

د نړیوالو لپاره د افغان کرکټ دومره چټکه وده او د سختیو زغمل حیرانوونکي او په زړه پورې کسیه بلل کیږي چې په اړه يې مستند فلمونه هم جوړ شوي دي.

دا مهال د کرکټ بورډ د چارواکو په خبره په کابل، ننګرهار، خوست، کندز، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرکټ معیاري لوبغالي او روزنیزې اکاډمۍ شته او په ډېرو نورو ولایتونو کې پر لوبغالو او اکاډمیو کار روان دي.​

کرکټ او تجارت

همدا اوس په کابل کې د شپږیزې په نامه د افغانستان د پنځو زونونو او کابل د لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اورونو تجارتي سیالۍ روانې دي.

د کابل بازان، د سپین غر زمریان، د مس عینک اتلان، د بند امیر ښارماران، د امو نهنګان او د بست ساتونکي په دغو سیالیو کې له یو بل سره مخامخ دي.

بېلا بېلو سوداګریزو شرکتونه دغه لوبډلې پېرودلي دي او مالي ملاتړ يې کوي. پر دې سربېره د کرکټ بورډ د چارواکو په خبره ۱۷۲ بېلا بېل شرکتونه د دغو سیالیو له لارې د خپلو تولیداتو اعلانونه هم خپروي.

د افغانستان د کرکټ بورډ نغواړي چې په مشخص ډول ووايي کومه لوبډله څومره مالي قرارداد کړی دی، خو وايي چې په دغو سیالیو باندې سلګونه زره ډالره پانګونه شوې ده.

د بورډ اجرايي ریس شفیق الله ستانکزي د امریکا غږ اشنا ته وویل " د شپږیزې په سیالیو کې شاوخوا نیم میلیون ډالره پانګونه شوې او بېلابېلو تجارتي شرکتونه دغه لوبډلې اخیستي دي."

ښاغلي ستانکزي وویل د دوی هڅه دا ده چې له دغې لارې افغان لوبغاړو سره مالي مرستې وشي او د دې ترڅنګ چې افغانستان ته ویاړونه راوړي، کرکټ يې د ژوند کولو او اقتصاد ښه کېدو یوه وسیله هم شي.

یو مهال د ګوتو په شمېر خبریالانو افغان لوبغاړي پېژندل، خو اوس يې نژدې ټوله نړۍ پېژني.
یو مهال د ګوتو په شمېر خبریالانو افغان لوبغاړي پېژندل، خو اوس يې نژدې ټوله نړۍ پېژني.

هغه وايي " په هرې لوبې کې له ۲۵۰۰ نه نیولې تر ۱۰زره افغانیو پورې هر لوبغاړي ته ورکول کیږي. "

دغه لوبې وړیا نه لیدل کیږي، د ټکټونو بیه یې شاوخوا ۵۰ افغانۍ ده.

دا مهال د الکوزي په نامه یو نړیوال شرکت د افغانستان د کرکټ بورډ سره یو تړون لاسلیک کړی چې د کال یو اعشاریه درې میلیونه ډالر ورکوي چې د ملي لوبډلې سفرونه او نورې چارې پرې تنظیم شي.

ښاغلي ستانکزي وویل د افغانستان کرکټ د مالي ملاتړ له پلوه دا مهال په نړۍ په شپږم مقام کې دی.

د ملي لوبډلې لوبغاړي میرویس اشرف د امریکا غږ اشنا ته وویل " دا ډول سیالۍ د لوبغاړو د ژوند د ښه والي، کرکټ د ودي او نویو لوبغاړو په پېدا کېدو کې ډېر رول لري."

دغه لوبې د (یو تلویزون) په نامه یو خصوصي تلویزون همهاله/ژوندۍ خپروي چې پر افغانستان سربېره په نورو هېوادونو کې یې هم خلک لیدلی شي.

د دې ترڅنګ د میلیونر جام په نامه د کرکټ یوه بله سیالي هم هر کال کیږي چې سلګونه زره افغانۍ په کې پانګونه کیږي.

د ډېرو په باور که د افغانستان کرکټ او په افغانستان کې کرکټ همداسې روان وي شاید په لس کاله وروسته، د کرکټ اوسنی حالت داسې یوه کیسه وي، لکه اوس چې د شاوخوا لسو کلونو مخکنی حالت حیرانونکی بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG