د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: حبیب بانک سره سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه


د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان د حبیب بانک په وړاندې د پنځلسو افغان لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې ۱۴ یې د افغانستان د ملي لوبډلې غړي دي.

له حبیب بانک سره سیالیو ته لولډله اعلان شوه

د افغانستان پرمختیايي لوبډله:

نوروز منګل، حميد حسن، شاه پور ځدران، جاوېد احمدي، رحمت شاه، نجيب ځدران،ناصر جمال، حشمت شهيدي،فريد احمد، راشد ارمان، افسر ځاځى، عبدالله عادل،سيد شيرزاد، ظاهر خان او محمد سردار.

د پاکستان حبیب بانک لوبډله

عبدالرحمن، احسان جمیل،علي شفیق، الطاف احمد، امجد افریدي،عاشق علي حسن رضا(۲)، امام الحق، عمران فرحت، جمال انور، محمد نعیم (۲)،محمد وقاص( ۲) نصیر احمد،نعمان انور، رمیز عزیز، عمر ګل، راو ساجد علي، عثمان خان او زوهیب شیرا.

افغان لوبډله، چې کرکټ بورډ ورته د "افغانستان پرمختیایي لوبډلې" نوم ورکړی، نسبتا پياړې ښکاري. په لوبډلې کې نوروز منګل، حمید حسن او شاپور ځدران هم شته دي، دوی له هېواد نه د باندې د ډېرو نړیوالو سیالیو تجربې لري.

کرکټ بورډ وايي حبیب بانک لوبډله به د افغانستان د پرمختیايي لوبډلې سره دوه څلور ورځنۍ او څلور یوه ورځنۍ سیالۍ کوي، چې لومړنۍ به یې د مۍ په ۱۷ د سه شنبې په ورځ او وروستۍ به یې د جون په څلورمه وي.

حبیب بانک چې د کابل سفر ته کومه لوبډله اعلان کړې، د پاکستان د دوو مشهورو لوبغاړو عمر ګل او عمران فرحت نومونه هم په کې لیدل کیږي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي دا دوستانه سیالۍ دي، چې هدف یې په افغانستان کې د کرکټ وده ده.

د کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویل شوي، چې دا ټولې لوبې به د کابل په الکوزي نړیوال لوبغالي کې کیږي، چې ممکن پر کوم سیمه ییز تلویزون هم وښودل شي.

افغانستان او پاکستان د کرکټ راشه درشه لري، افغان لوبډله لومړنۍ بهرنۍ لوبډله وه، چې له ۲۰۰۹ کال وروسته په پاکستان کې د نړیوالو سیالیو له بندیز ورسته لاهور او اسلام اباد کې د پاکستان له الف او نورو لوبډلو سره سیالۍ وکړې.

خو، د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې به دا لومړی ځل وي، چې د پاکستان یوه نسبتا مشهوره لوبډله د ډېرو لوبو لپاره کابل ته راځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG