د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ لوبډله سکاټلنډ ته ولاړه


افغانستان له سکاټلنډ نه وروسته له ایرلنډ سره لوبې لري
افغانستان له سکاټلنډ نه وروسته له ایرلنډ سره لوبې لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ او ایرلنډ سره نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو لپاره سکاټلنډ ته روانه شوې ده. دا د نوي هندي روزونکي لال چند راجپوت په مشرۍ د افغانستان لومړنۍ سیالۍ دي.

افغانستان د همدې اونۍ په سر کې ښاغلی راجپوت د لوبډلې سر روزونکی اعلان کړ، له شک پرته چې د دغو سیالیو ګټل به د ښاغلي راجپوت لپاره هم ډېرې مهمې دي.

افغانستان له سکاټلنډ سره د جولاۍ په څلورمې او شپږمې دوه نړیوالې یوه ورځنۍ سیالۍ لري. افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جدول کې تر پاکستان وروسته په لسم مقام دی، خو سکاټلنډ بیا څوارلسم دی.

افغانستان خپله لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹ کال کې له سکاټلنډ سره وکړه او ویې وګټله او همدغه راز په اسټرالیا کې د ۲۰۱۴ کال په نړیوال جام کې هم سکاټلنډ ته په ماتې ورکولو سره یې نړیوال ریګارډ جوړ کړ.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتګ امریکا غږ اشنا ته وویل، افغانستان به له سکاټلنډ وروسته افغانستان ایرلنډ ته ځي چې له دغه هېواد سره د پنځو نړیوالو سیالیو لړۍ ترسره کړي.

له ایرلنډ سره د افغانستان سیالۍ د جولاۍ په لسمه، ۱۲، ۱۴، ۱۷ او ۱۹ نېټو دي. ایرلنډ په نړیوالې درجه بندۍ کې دولسم دی او دا لومړی ځل دی چې افغانستان او ایرلنډ د پنځو لوبو لړۍ لري، چې ګټل یې دواړه ته مهم دي.

له سکاټلنډ او ایرلنډ سره سیالیو ته ټاکل شوي لوبغاړي
له سکاټلنډ او ایرلنډ سره سیالیو ته ټاکل شوي لوبغاړي

د لوبډلې کپټن اصغر دی او ورسره په څوارلسو نورو لوبغاړو کې محمد شهزاد، نورعلي، جاوید احمدي، اصغر ستانکزی، رحمت شاه، محمد نبي، سمیع الله شینواری، نجیب ځدراڼ، راشد خان، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، دولت ځدراڼ، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، امیر حمزه او یمن احمدزي شامل دي.

ناصر جمال، عمران جنت او افسر ځاځی په منتظره لوبغاړو کې دي که ضرورت پېدا شو بیا به ورځي.

په سکاټلنډ او ایرلنډ کې هوا یخه او میدانونه یې هم تر ډېره د توپ اچوونکو لپاره ښه دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG