د لاس رسي وړ اتصالات

نوروز منگل: بالرانو ښه بالنګ ونکړ او ایرلینډ لوبه وګټله


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه بیا هم په بلفسټ لوبغالي کې وشوه، کپټان اصغر ستانکزي د پچې له ګټلو وروسته دا وارې د بالینګ پرېکړه وکړه، خو کله چې ایرلنډ ۲۶۵ منډې وکړې، داسې وبرېښېده چې ستانکزي ښه پرېکړه نه وه کړې.

د ایرلنډ لومړني دوه لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل، خو بل لوبغاړي جوایز یې ۱۶۰ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده. افغانستان دغه هدف پوره نشو کړی او په ۵۰ اورونو کې یې ۲۵۳ منډې وکړې.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکني کپټان نوروز منګل د امریکا غږ اشنا ته وویل " په ننۍ لوبې کې بالرانو ښه بالنګ ونکړ او ځینو بیټسمینانو هم مسولیت په غاړه وانخیست او په غلطو شارټونو یې ځانونه وسوځول. "

ښاغلي منګل اروپا ته د افغان لوبډلې سفر بریالی وباله او زیاته یې کړه، چې له دغو لوبو به یې ښې او پام وړ تجربې ترلاسه کړې وې.

دا اول ځل و، چې افغانستان او ایرلنډ په خپلو کې سره د پنځو لوبو لړۍ یا سیریز درلوده، لومړنۍ لوبه یې د باران له کبله ونشوه، او په پاتې څلورو کې یې دوه افغانستان او دوه ایرلنډ وګټلې.په ننۍ لوبې کې تر ټولو ډېرې منډې نجیب ځدران وکړې، هغه په ۵۴ منډو وسوځېده.

افغانستان به څه موده وروسته له هالینډ سره څلور ورځنۍ لوبې ته ځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG