د لاس رسي وړ اتصالات

د انګلینډ زمریانو په کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه


راشد خان په دغو لوبو کې ښه وځلېده
راشد خان په دغو لوبو کې ښه وځلېده

د انګلینډ د زمریانو او افغانستان ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ لوبه د زمریانو په بري ختمه شوه.

دا لوبه د ډسمبر په اوومه نېته د چهارشنبې په ورځ پیل شوه او د شنبې په ورځ خلاصه شوه.

د انګلینډ زمریانو په خپلې لومړنۍ پاڼۍ کې افغانستان ته ۲۷۹ منډې وکړې، چې افغانستان یې په ځواب کې ۲۷۳ منډې وکړې او ټول لوبغاړي وسوځېدل.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې محمد نبي او اصغر ستانکزي وکړې، دوی هر یو ۵۱-۵۱ منډې وکړې. خو په توپ اچوونکو کې بیا راشد خان څلور لوبغاړي وسوځول.

په دویمې پاڼۍ کې افغانانو د انګلینډ زمریان په ۲۱۰ منډو وسوځول، خو افغانستان دا منډې هم پوره نکړې. په دویمې پاڼۍ کې افغانستان یوازې ۱۶۳ منډې وکړې او په ۴۸ منډو یې زمریانو ته لوبه وبایلله.

بیا هم په افغانانانو کې راشد خان ډېر وځلېده، په دویمه پاڼۍ کې یې شپږ لوبغاړي هم وسوځول او ۵۲ منډې یې هم وکړې. دا د هغه لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه وه. د افغانستان کرکټ بورډ هم د راشد خان دا لوبه ستایلې ده.

له دې وروسته افغانستان له متحدو عربو اماراتو سره د ۲۰ اورونو سیالۍ لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG