د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له زمبابوې سره سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل


د ۱۶ کسانو په لست کې دوه ځوان لوبغاړي احسان جنت او کریم جنت هم شامل دي.
د ۱۶ کسانو په لست کې دوه ځوان لوبغاړي احسان جنت او کریم جنت هم شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ له زمبابوې سره را روانو پنځو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو ته د ۱۶ کسانو نوملړ خپور کړ.

دا د لوبډلې د غوراوي د کمېټې د مشر په توګه د ښاغلي نوروز منګل لومړنۍ ټاکنه ده. د ۱۶ کسانو په دغه لست کې تر ډېره هغه لوبغاړي شامل دي چې د صحرا جام په سیالیو کې لوبېدلي وو.

د لوبغاړو لست

ښاغلي منګل په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې لوبغاړي اعلان کړل. هغه وویل " اوپنینګ: شهزاد محمدي، نور علي ځدراڼ او احسان الله جنت. مډل او ټاپ ارډر: کپټان اصغر ستانکزی، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، سمیع الله شینواری او نجیب ځدراڼ. سپین بالران: محمد نبي، راشد خان او حمزه هوتګ. الراونډران: ګلبدین نایب او کریم جنت. تیز توپ اچوونکي: دولت ځدارڼ، فرید احمد او افتاب علم".

د دغو ۱۶ کسانو له ډلې به د ۱۱کسانو یوه لوبډله جوړیږي چې له زمبابوې سره سیالي وکړي. ښاغلي منګل وویل چې په احتیاطي لوبغاړو کې افسر ځاځی، ناصر جمال او نوین الحق شامل دي.

لوبغاړي څنګه غوره شوي

ښاغلي منګل وویل چې لوبغاړي یې د زمبابوې اب او هوا، د میدانونو وضعیت، او د کپټان مشورې ته په کتو غوره کړي دي.

هغه وویل دغو لوبغاړو په متحدو عربو اماراتو کې شاوخوا دوه اونۍ تمرینونه وکړل او د غوراوي کمېټې د هغوی د فزیکي وړتیا او وروستیو لوبو په اساس غوره کړل.

نوموړي وویل د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې د مشر په توګه یې هڅه دا ده چې د ۲۵ لوبغاړو یوه داسې ډله جوړه کړي چې د لږ تر لږه دریو کلونو لپاره په ملي او الف لوبډلو کې ولوبیږي.

لوبغاړي داسې مهال اعلانیږي چې د افغانستان کرکټ بورډ تازه د ویسټ انډیز یو مخکنی لوبغاړی د ملي لوبډلې د روزونګي په توګه ګمارلی دی.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ پنځه یوه ورځنۍ لوبې د زمبابوې په حرارې میدان کې د فبرورۍ په ۱۶، ۱۹، ۲۱، ۲۴ او ۲۶نېټو باندې دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG