د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو


د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د بشپړ غړیتوب امتیاز ورکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا په لندن کې په یوې غونډې کې دا اعلان وکړ. له افغانستان سره ایرلنډ ته هم دا امتیاز ورکړل شو. په دې سره افغانستان یوولسم او ایرلنډ دولسم هېواد شو چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړي شول.

د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل وویل چې اوس به یې هڅه دا وي چې دا امتیاز وساتي او نړیوالو ته وښيي چې افغانستان په وړتیا دې ځای ته رسېدلی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده. د کرکټ نړیوالې شورا هم په خپل فسبوک کې دا خبر خپور کړی دی.

د کرکټ د ملي لوبډلې مخکني لوبغاړي هستي ګل عابد په خپل فیسبوک کې لیکلي چې دا یو خوب چې خدای رښتیا کړ.

په دې سره به د افغانستان بودیجه څو برابره زیاتیږي، د نورو بشپړو غړو سره به د لوبو امکانات ورته برابریږي تقریبآ هره نړیواله لوبه به یې پر تلویزون ښودل کیږي او کور دننه به یې د کرکټ د پرمختګ اسانتیاوې هم زیاتېږي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د کرکټ عمومي مشر عاطف مشعل امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې د کرکټ د نړیوالې شورا ټول شرایط برابر کړي، خو یوازې د ښځو د لوبډلې له کبله یې شورا ته معذرت وړاندې کړی دی.

وايي افغانستان یو اسلامي او دودپاله ټولنه ده چې په اوس وخت کې د ښځو د لوبډلې لرل ناشوني دي.

افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې په لسم مقام دی.

په وروستي ځل د کرکټ نړیوالې شورا بنګلدېش ته شاوخوا ۱۷ کاله مخکې بشپړ غړیتوب ورکړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG