د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان خپله دویمه تمریني لوبه پر انګلنډ وبایلله- کرکټ


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان او انګلنډ ترمنځ تمریني لوبه کې افغان لوبډلې انګلنډ ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ چې انګلنډ په اتلسم اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

د انګلنډ په اووال لوبغالي کې د دوشنبې د ورځې (مۍ۲۷) په لوبې کې پچه انګلنډ وګټله او افغانستان ته یې د منډو کولو بلنه ورکړه.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۳۹ اور کې وسوځېدله او ۱۶۰ منډې وکړې.

محمد نبي ۴۰ او نور علي ځدراڼ ۳۰ منډې وکړې او نور ټول لوبغاړي تر ۲۰ په کمو منډو وسوځېدل.

په افغان بالرانو کې محمد نبي یو کس وسوځوه او انګلنډ په اسانۍ سره دا لوبه وګټله.

افغانستان خپله لومړۍ تمریني لوبه له پاکستان څخه ګټلې وه. دا د نړیوال جام لپاره تمریني لوبې وې.

نړیوال جام د همدغې میاشتې په اخر کې پیلیږي چې د افغانستان لومړۍ لوبه په له استرالیا سره وي.

XS
SM
MD
LG