د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه هم وبایلله


دا د ګریس ګیل وروستۍ لوبه هم وه
دا د ګریس ګیل وروستۍ لوبه هم وه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د نړیوال جام سفر له کوم بري پرته پای ته ورسېده.

افغانستان خپله وروستۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۴-چنګاښ۱۳) پر ویسټ انډیز وبایلله.

ویسټ انډیز د ټاس له ګټلو وروسته منډو کولو ته ملا وتړله او په ۵۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه. افغانستان یوازې ۲۸۸ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

اکرام علي خیل په نننۍ لوبه کې تر ټولو ډېرې ۸۶ مندې وکړې او ځوان لوبغاړی شو چې په دغه نړیوال جام کې پنځوسیزه کوي.

افغانستان په نړیوال جام کې ټولې نهه لوبې وکړې او ټولې یې وبایللې.

افغان لوبډله به د شنبې په ورځ بېرته کابل ته ستنیږي.

XS
SM
MD
LG