د افغانستان د کرکټ الف لوبډله له دویمې ماتې سره مخ شوه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د ځوانانو د آسیا کپ په سیالیو کې خپله دویمه لوبه دا ځل د بنګله دیش په وړاندې وبایلله.

د افغانستان لوبډلې تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) په خپله لومړۍ لوبه کې له سریلانکا څخه ماته خوړلې وه.

د شنبې ورځې په دې پنځوس اوره لوبه کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۷۴ منډې وکړې.

د بنګله دیش الف لوبډلې وکړای شول چې د لوبې په شپږ څلویښتم اور کې ټاکل شوی هدف پوره او د افغانستان الف لوبډلې ته ماته ورکړي.

په افغان لوبغاړو کې اکرام علي خیل ۴۸، درویش رسولي ۱۹، عمران میر ۱۹ او حسن عیسي خیل ۱۶ منډې وکړې.

د توپ اچوونې په برخه کې بیا نوید ځدراڼ د لومړۍ لوبې په څیر ښه وځلید او د سیالي لوبدلې درې لوبغاړي یې وسوځول. نصیر خان معروف خیل او فرمان الله هر یوه دوه دوه ویکټې واخیستې.

د افغانستان د کرکټ د الف لوبډلې راتلونکې لوبه د نومبر په درویشتمه نیته د هانګ کانګ په وړاندې ده.

​
XS
SM
MD
LG