د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ټیسټ سیالي مساوي شوه

تر دې دمه د ټیسټ کرکټ ۱۲ سیالۍ ترسره کړیدي چې درې ېې ګټلي ،اووه بایللي او دوه مساوي پاتې شویدي.
تر دې دمه د ټیسټ کرکټ ۱۲ سیالۍ ترسره کړیدي چې درې ېې ګټلي ،اووه بایللي او دوه مساوي پاتې شویدي.

بنګله دیش افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۴۷۹ منډو هدف ورکړی و او افغانستان د پنځمې ورځ تر پایه د اتو لوبغاړو په سوزیدو ۳۴۶ منډې وکړې او لوبه ډرا یا مساوې شوه.

د افغانستان لوبډلې لپاره په دویم نوبت کې صدیق اتل ټولو نه زیاتې ۱۱۱، کپتان رحمت شاه ۵۰ او قیس احمد ۴۹ منډې وکړې او خپله لوبډله ېې د ماتې نه وژغورله.

افغانستان او بنګله دیش تر دې دمه د کرکټ دوه ټیسټ سیالۍ کړیدي چې یوه افغانستان او یوه ېې بنګله دیش ګټلې ده.ا افغانستان په کال ۲۰۱۸ کې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب اخیستو نه پس تر دې دمه د ټیسټ کرکټ ۱۲ سیالۍ ترسره کړیدي چې درې ېې ګټلي ،اووه بایللي او دوه مساوي پاتې شویدي.

ا فغانستان به د دې ټيسټ سیالۍ نه پس د بنګله دیش او زمبابوې په ګډون د کرکټ د یو ورځنۍ سیالیو په یو درې اړخیز ټورنامنټ کې برخه اخلي.دا ټولې سیالۍ د ابوظهبي د کرکټ په لوبغالي کې ترسر کیږي .

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG