د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بنګله دیش سره د کرکټ ټیسټ سیالي لري

افغانستان د کرکټ ملی لوبډله په ابوظهبي کې د بنګله دیش سره د ټيسټ سیالۍ دپاره په تمریناتو بوخته ده.

د کپتان رحمت شاه په مشرۍ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هیله لري چې د بنګله دیش په مقابل کې ښه لوبه وکړي.

دا سیالي چې د روانې اکټوبر میاشتې په نهمې پیلیږوي، د بنګله دیش سره د افغانستان دریمه ټیسټ سیالي ده . دې نه مخکې دواړو لوبډلو په کال ۲۰۱۹ او کال ۲۰۲۳ کې یوه یوه ټیسټ سیالي کړیده چې یوه ېې افغانستان او یوه بنګله دیش ګټلې ده.

افغانستان تر دې دمه د کرکټ یوولس ټيسټ سیالۍ کړیدي چې درې ېې ګټلي او ۷ نورې یې بایلي او یوه ېې مساوي شوې.

افغانستان به د دې ټيسټ سیالۍ نه پس د بنګله دیش او زمبابوې په ګډون د کرکټ د یو ورځنۍ سیالیو په یو درې اړخیز ټورنامنټ کې برخه اخلي.

دا ټولې سیالۍ د ابوظهبي د کرکټ په لوبغالي کې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG