د لاس رسي وړ اتصالات

د ګلبدین او اصغر لانجه په څه وه؟


کرکټ بورډ وايي چې د اصغر او ګلبدین ترمنځ ستونزه یې حل کړه
کرکټ بورډ وايي چې د اصغر او ګلبدین ترمنځ ستونزه یې حل کړه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د پخواني کپتان ګلبدین نایب او اوسني کپتان اصغر افغان ترمنځ یې "وروستۍ ګیلې پای" ته ورسولې.

په هغې ویدیو کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې خپره شوې، ګلبدین نایب او اصغر افغان دواړه په کې یو بل ته غیږه ورکوي، یو بل ستايي او ټېنګار کوي چې د دوی ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نشته.

ګلبدین نایب وايي: "زه د اصغر نه هم مننه کوم، د یو ورور په صفت باندې، د یو مشر په صفت باندې ماته راغی او زه یې کینولم، واقعآ دې کې د لیډرشیپ (مشرتابه) خاصیت شته. زموږ ګټه یووالي کې ده. کومه ویدیو چې ما کړې وه، خلکو ترې غلطه استفاده وکړه، زما قطعآ داسې مقصد نه و، خو بس انسان دی سهوه ترې کیږي. "

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزی د دوی دواړو ترمنځ ناست دی. اصغر افغان هم ټېنګار کوي چې د لوبغاړو ترمنځ کومه ستونزه نشته.

هغه وايي: "دا لوبغاړي په اتحاد دي، په اتفاق دي. اکثرا خلکو له دې څخه غلطه استفاده وکړه. ګلبدین زما اتل دی او زما ستوری دی. ټول د وطن لپاره لوبې کوي. سیاسیون څخه مې هم دا غوښتنه ده چې برای مهرباني دا کرکټ دې موږ ته راپریږدي. موږ دلته رسولی تر دې به یې هم پورته کوو. "

په ویدیو کې هېڅ ویل شوي نه دي چې د دوی ترمنځ اصلي کیسه او "ګیلې" څه وي.

د ۲۰۱۹کال د نړیوال جام څخه مخکې اصغر افغان لېرې او پر ځای یې ګلبدین نایب کپتان شو. راشد خان او محمد نبي په ښکاره او د اصغر په ګډون د لوبډلې د مدیریت ځینو غړو د دغې پرېکړې مخالفت وکړ. افغانستان ټولې نهه لوبې وبایللې.

ګلبدین بېرته له کپتانۍ لېرې، راشد کپتان او اصغر یې مرستیال شو. خو تېره اونۍ کرکټ بورډ راشد له کپتانۍ لېرې او اصغر یې د هغه پر ځاې کپتان او راشد یې مرستیال کړ. دا وار ګلبدین نایب پر دغې پرېکړې کلک اعتراض وکړ.

هغه په خپل فیسبوک کې په ژوندۍ خپرونه کې وویل: "تر څو چې اصغر افغان کپتان وي، زه د افغانستان لپاره کرکټ نکوم. زه هغه چا سره نه ځم چې د وطن او د دغه وطن له بیرغ سره یې خیانت کړی وي. "

ګلبدین نایب ظاهرآ راشد، نبي او اصغر له وطن سره په "خیانت" تورن کړل. څو ورځې وروسته دوی دواړو د افغانستان په ملي تلویزون کې یو بل ته مخامخ کېنول شول. هلته اصغر افغان وویل که خیانت پرې ثابت شي، "پهانسي- اعدام" ته هم چمتو دی.

ګلبدین نایب په دغه پروګرام کې د خپلو تورونو لپاره کوم کره شواهد وړاندې نکړل او نه یې هم په خپلې ویدیو کې وویل چې څنګه دغو لوبغاړو "خیانت" کړی دی.

له دې هر څه سره سره داسې ښکاري چې د دوی ترمنځ "اختلافات" شخصي او یا د ځینو په باور پر "امتیازاتو" دي/وو او کرکټ بورډ وتوانېده چې لږ تر لږه د اوس لپاره دا ستونزه حل کاندي. خو معلومه نه ده چې په کوم قیمت؟

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزي د دغې ویدیو په اخره کې وایي: "تشکر له دواړو نه، زما پیغام دا دی، داخلي او خارجي منافقینو ته چې تاسو زموږ د اي سي بي (افغانستان کرکټ بورډ) فامیل (کورنۍ) ته نشي داخلېدلی، ځکه چې موږ ډېر قوي او پوخ( پاخه) یو."

دی هم نه وايي چې " داخلي او خارجي منافقین" څوک دي. د کرکټ د چارو یو شمېر شننونکي په دې باور دي چې کرکټ بورډ باید د اصولو او دسپلین په اساس له لوبغاړو سره چال چلن وکړي، سلامت او ملامت معلوم کړي چې آینده کې بیا څوک د سرغړونې جراآت ونکړي.

خو داسې ښکاري چې په کرکټ بورډ کې تر قانون "شخصي جوړجاړی، جرګې او مرکې ښه" نتیجه ورکوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG