د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان لوبغاړو په ګډون د امریکا د کرکټ سیالۍ نن پیلیږي


د افغانستان کرکټ د پرمختګ اټکل دې خبرې نه په اسانه کیدی شي چې دا وخت د افغانستان ملي ټیم د متحده غربي اماراتو د را روانو سیالیو دپاره هم تیاری نیسي.ورسره د افغانستان درې لوبغاړي د بنګله دیش په تجارتي کرکټ سیالیو کې هم لوبیږي او ښه ځلیږي او ورسره د لسو نه زیات لوبغاړي ېې امریکا ته هم رارسیدلي چې دلته یوه څلور ورځني کرکټ ټورنامنټ کې د یوه ټیم لخوا ولوبیږي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د پخواني کپتان نورز منګل په شمول د ملي ټیم مشهور لوبغاړي لکه نجیب ځدران، ګلبدین نایب ، شبیر نوري حشمت شوهیدي افسر ځاځی او نور الحق ملکزي په شمول د الف او نولس کلنو لوبغاړو ټیم غړي هم راغلي.

د فلوریډا ایالت د کرکټ میدان امریکا کې د کرکټ یوازینې مکمل او مجهز میدان دی
د فلوریډا ایالت د کرکټ میدان امریکا کې د کرکټ یوازینې مکمل او مجهز میدان دی

دوي دا وخت په فلوریډا ایالت کې دي او د پنجشنبې د ورځې نه پیل کیدونکي د یو ایس اوپن کرکټ سیالیو کې د المصافي د کرکټ ټیم لخوا لوبیږي. د المصافي ټیم د یو افغان تجار دی چې دلته ېې مسولیت د افغان تجار احمد بلال فریدزوی په غاړه ده.

د امریکا د کرکټ په تاریخ کې د کرکټ د یو محلي ټورنامنټ دپاره په زیات شمیر کې د خارج نه د مکمل ټيم راتګ بې سارې خبره ده او بیا د امریکا په کرکټ میدان د افغان لوبغاړو کرکټ دپاره راوتل هم خورا زیات ارزښت لري.

د نومبر د څلوریشتم نه تر نومبر اووه ویشتم پورې دې سیالیو کې شپاړلس ټیمونه ګډون کوي او ګټونکي ټیم ته به یو لک ډالره انعام ورکوي ،د دې لوبو سرپرستي د امریکا د کرکټ شورا کوي او د کرکټ نړیوالې شورا لخوا تاید شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG