د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ دویمه دوستانه لوبه کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه


په لومړي ځل د پاکستان د کرکټ یو ټیم د افغانستان په سفر تللی دی. د پاکستان د حبیب کرکټ ټیم چې د خپل هیواد د کورني کرکټ قهرمان ټیم دی،کابل کې د دوه ورځنیو او څلورو یو ورځنیو سیالیو دپاره د کابل په میدان دوستانه لوبې کوي.

د دې سفر په لړ کې ېې نن دویمه یو ورځنۍ سیالي د کابل په نړیوال کرکټ میدان کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې د پاکستان حبیب بانک توپ وهنه وکړه او د ټول ټیم په سوزیدو ېې د ٢١٩ منډې وکړې. چې دې کې زیاتې منډې د پاکستاني لوبغاړی امام الحق وې چې ٨٥ منډې ېې وکړې. امام الحق په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې هم ١٨١ منډې کړې وې. خو د افغانستان غوره توپ اچونې د پاکستان حبیب بانک ټیم پرېنښود چې ستر هدف ورته وټاکي. د افغانستان د پرمختیايي ټیم توپ اچونکو کې شرف الدین اشرف درې او جاوید احمدي دوه لوبغاړي وسوزول

د افغانستان د پرمختیايي ټیم کپتان نجیب ځدران ٦٣ منډو کې شپږ شپږیزې درلودې
د افغانستان د پرمختیايي ټیم کپتان نجیب ځدران ٦٣ منډو کې شپږ شپږیزې درلودې

د افغانستان د پرمختیايي ټیم لوبغاړو د ٢٢٠ منډو د هدف په تعقیب کې تیزه او پخه لوبه وکړه او دغه هدف ېې د لوبې د پنځوس اورونو نه مخکې په ۴١ اوور کې پوره کړ او په شپږ وکټو ېې ماتې ورکړه.

د افغانستان پرمختیايي ټیم لخوا کپتان نجیب ځدران تیزه لوبه وکړه او په شپږو شپږیزو او څلور څلوریزو ېې دري شپیته منډې وکړې. دویم لوبغاړی حشمت الله شهیدي و چې ناسوزیدلی ٥٩ منډې ېې وکړي. جاوید احمدي ٣٧ او رحمت شاه ٣۴ منډې وکړې.

دې بري سره د افغانستان د پرمختیايي کرکټ ټیم او د پاکستان د حبیب بانک د میلمه کرکټ ټیم ترمنځ د څلورو لوبو لړۍ په یو یو بري مساوي شوه. دوه نورې لوبې به ېې هم د کابل په په میدان کیږي.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ دوستانه سیالۍ لیدو ته زرهاو خلک د کابل میدان ته ورغلي وو
د افغانستان او پاکستان د کرکټ دوستانه سیالۍ لیدو ته زرهاو خلک د کابل میدان ته ورغلي وو

د افغانستان لخوا د ملي ،الف او نولس کلنو نه کم عمر لوبغاړو د ټیم نه غوره شوي ټیم چې د افغانستان پرمختیايي ټیم په لومړیو څلور ورځنیو سیالیو کې د پاکستان میلمه ټیم ته یو په مقابل کې په سفر ماتې ورکړه او افغانستان د ټیسټ لوبو جام ورنه وگټه .چې دې کې دوه سیالیو کې د افغانستان لخوا جمال ناصر غبرگه سلیزه،د جاوید احمدي ،احسان جنت او منیر احمد غوره توپ وهنه او د ظاهر خان غوره توپ اچونه د افغانستان د پرمختیايی ټیم د بریا سبب شوه.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG