د لاس رسي وړ اتصالات

گلبدین نایب: د بري له جذبې سره میدان ته تللی وم


ګلبدین نایب د لوبو غوره لوبغاړی شو
ګلبدین نایب د لوبو غوره لوبغاړی شو

افغانستان د چارشنبې په ورځ په شارجه کې د زمبابوې د کرکټ ملي ټیم ته د کرکټ په یوه مهمه او زړه پورې سیالۍ کې ماتې ورکړه. دې ماتې کې مهم رول د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم ځوان لوبغاړي گلبدین نایب و. گلبدین نایب چې قریب یو کال پس د کرکټ ملي ټیم کې شامل شوی و،په خپله لومړۍ لوبه کې ېې د ملي ټیم او هیواد دپاره ستر برۍ وگټه.

گلبدین نایب په وروستۍ سیالۍ کې ناسوزیدلې ٨٢ منډې وکړې
گلبدین نایب په وروستۍ سیالۍ کې ناسوزیدلې ٨٢ منډې وکړې

گلبدین نایب د خپلې لوبې په اړه امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې وویل چې دی همدې فکر سره میدان ته وتی و چې ننۍ بری د ټیم د مقام دپاره ډیر مهم دی. نو دی ډیر په احتیاط سره لوبه وکړه. د خپل ملگري لوبغاړي راشد ارمان سره ېې قدم قدم مشوره کوله او تر اخري منډې پورې ېې حوصله له لاسه ورنکړه.

گلبدین نایب وايي چې ده د خپل کپتان او روزونکي په مشوره لوبه پرمخ یوړه او څه وخت چې ېې د لوبې د مساوي کیدو منډه ووهله نو احساساتي شو او فکر ېې کوه چې لوبه مو وگټله. خو وروسته ېې بیا د بري د منډې دپاره شپږیزه ووهله او بری ېې نور هم خوندر کړ.

گلبدین نایب د امریکا غږ آشنا راډیو سره د یوې پخوانی مرکې په حال
گلبدین نایب د امریکا غږ آشنا راډیو سره د یوې پخوانی مرکې په حال

ځوان لوبغاړي گلبدین نایب د خپلو وطنوالو او مینه والو نه غوښتي چې د کرکټ او هرې لوبې د کتو په وخت دې د حوصلې نه کار اخلي او په خپلو لوبغاړو دې باور ساتي. همدا شان ېې د مینه والو نه وغوښتل چې د بري په غوښۍ کې دې هوايي ډزې نه کوي او خوشالي دې په خوشالیو خورولو ونمانځي.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:07:45 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG