د لاس رسي وړ اتصالات

کریم صادق: هند سره ټسټ کې چانس راکړئ، استعفی کوم


کریم صادق وايي دا يې غټ ارمان دی چې د افغانستان لپاره د ټسټ لوبه هم وکړي
کریم صادق وايي دا يې غټ ارمان دی چې د افغانستان لپاره د ټسټ لوبه هم وکړي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړی کریم صادق وايي که هند سره د ټسټ سیالۍ کې چانس ورکړل شو، همدا به یې "لومړنی او اخرنی ټسټ" وي.

افغانستان د بلي میاشتي (جون۱۴) له هند سره د ټسټ تاریخي لوبه لري. افغانستان څو میاشتې مخکې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو.

کریم صادق امریکا غږ اشنا ته وویل "د ملي لوبډلې د یو لوبغاړي په توګه دا زما ارمان دی چې د خپل هېواد لپاره ټسټ لوبه هم وکړم."

ښاغلی صادق وایي د افغانستان څلور ورځنیو (فرسټ کلاس) سیالیو په سیزن کې یې هم تر ۱۳۰۰ ډېر رنزونه کړي او "له هند سره د ټسټ سیالۍ کې لوبېدل زما حق جوړیږي".

هغه وویل "د افغانستان لپاره مې کرکټ په سختو شرایطو کې پیل کړ، تر ډېرو ځوانانو مې سختۍ وګاللې او قربانۍ مې ورکړې، پرې ویاړم. غواړم چانس راکړل شي. زه به له دغه ټسټ نه وروسته د ټسټ او فرسټ کلاس لوبو څخه په ویاړ استعفی وکړم."

هغه وویل په دې باور دی چې لا هم د ۲۰ اورونو او یوې ورځنیو سیالیو کې لوبېدلی شي او همدا چې په خبره یې د لوبېدو وړتیا او ځواک یې ختم شي بیا به د تل لپاره له کرکټ سره "خدای په اماني" وکړي.

هغه د کرکټ د ځینو هغو مینوالو نیوکو ته هم یو ډول ځواب ووایه چې وايي تر کریم ځینې نور "غوره لوبغاړي" شته چې باید هغه ته چانس ورکړل شي. کریم صادق وايي چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان ځینو پیلوونکو (اوپنرانو) هم ښه لوبه نه ده کړې.

کریم صادق د لوبغاړو د غوراوي د کمیټې له غړو او بورډ له چارواکو وغوښتل چې دا "غوښتنه مې ومني او له هند سره ټسټ کې راته د لوبېدو چانس راکړي".

کریم صادق د افغانستان لپاره ۲۴ یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي او ۴۷۵ منډې لري چې دوه په کې سلیزې دي. هغه همدغه راز ۳۶ د ۲۰ اورونو سیالۍ کړي دي چې ۵۳۸ مندې په کې لري. کریم صادق د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له لومړنیو لوبغاړو بلل کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو لسګونه لوبغاړي هند ته د تمرین لپاره استولي دي. بورډ وايي له همدغو لوبغاړو څخه به دهند خلاف ټسټ سیالۍ ته لوبډله غوره کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG