د لاس رسي وړ اتصالات

لمړنی افغان پریمیر لیگ بلخ وگټه


د افغانستان د کرکټ لمړنې پریمیر لیگ چې په شارجه کې یې فاینل وشو د بلخ لوبډلې وگاټه.

قیس احمد پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړې شو. قیس احمد د لوبې نه وروسته وویل چې ډیر ویاړ احساسوي چې په فاینل لوبې کې یې پنځه لوبغاړي وسوځول.

د کابل لوبډلې اول بیټنگ وکړ او ١٣٢ منډې یې وکړی. د بلخ لوبډلې په ځواب کې په نولسم اوور کې د ١٣٣ منډو هدف پوره کړ

پدې لیگ کې ټولې پنځه لوبډلې وی چې پکې د بلخ، ننگرهار، پکتیا، کابل او کندهار لوډلې شاملې وی.

په دی لیگ کې د ټولو نه زیاتې منډې د افغانستان د ملي لوبډلې وکټ ساتونکي محمد شهزاد کړیدي او د ټولو نه زیات لوبغاړي بیا د سريلینکا لوبغاړي اودانا ایسورو سوځولي دي.

XS
SM
MD
LG