د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پریمیر لیگ کې به نهه پاکستاني لوبغاړي هم لوبیږي


نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کرکټ د پریمیر لیگ دپاره د لوبغاړو د اخستو یا بولۍ مراسم ترسره شول. د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا افغانستان غوره لیګ د لوبغاړو د پېر لړۍ په ترڅ کې یو شمېر افغان او بهرنی لوبغاړي د دغه لیګ د پنځو امتیاز لرونکو له لوري په پنځو بېلابېلو کټګوریو کې وپېرل شول.

د دغو پنځو ډلو یا کټګوریو بیې له یوه بل سره توپیر لري چې د ایکن لوبغاړو بیه (۱۰۰۰۰۰) امریکایي ډالره، د ډایمنډ کټګورۍ د بهرنیو لوبغاړو بیه (۷۵۰۰۰) ډالره او د افغان لوبغاړو (۶۰۰۰۰) ډالره، د ګولډ کټګورۍ کې د افغان لوبغاړو بیه (۴۰۰۰۰) ډالره او او د بهرنیو لوبغاړو (۵۰۰۰۰) ډالره ده.

همدارنګه په ترتیب سره د سېلور ډله کې د افغان لوبغاړو بیه (۲۰۰۰۰) ډالره او د بهرنیو لوبغاړو بیه (۳۰۰۰۰) ډالره ده. سربېره پر دې د دویمې درجې هېوادونو (ايي سي سي اسوسيټ) کټګورۍ د هر لوبغاړي بیه (۱۵۰۰۰) ډالره او د ایمرجنګ یا ځوان لوبغاړو بیه (۱۰۰۰۰) امریکايي ډالره ده.

باید وویل شي چې د افغانستان غوره لیګ پنځه لوبډلې لري چې د کابل، کندهار، پکتیا، ننګرهار او بلخ لوبډلې پکې شاملې دي او د یادو پنځو لوبډلو له لوري په ټولو پنځو کټګوريو کې ټولټال لوبغاړي واخیستل شول.

کابل :د ايکن له کټګورۍ (راشدخان) له ډایمنډ (حضرت الله ځاځی او لوک رنکي)، له ګولډ کټګورۍ (کولين اینګرام، فرید ملک او جاويد احمدي)، له سېلور (سهیل تنویر، لويري ايوينز، واین پرنيل، شاهدالله، مسلم موسی او افسرځاځی)، ایي سي سي اسوسیټ (احسان علي خان) او د افغانستان په ځوان یا ایمرجنګ لوبډلې په استازیتوب (ظاهر شهزاد، فطرت الله خاورې، شوکت زمان او عثمان عادل، ضمیر خان او ناصر توتاخېل) واخیستل.

افغانستان غوره لیګ لوبې د روان زېږدیز کال د اکټوبر په پنځمه پیل او د یادې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې به دوام ومومي
افغانستان غوره لیګ لوبې د روان زېږدیز کال د اکټوبر په پنځمه پیل او د یادې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې به دوام ومومي

بلخ :د ایکن کټګورۍ کې (کرېس گېل)، ډایمنډ کې (کالېن منرو او محمد نبي)، ګولډ کټګورۍ کې (راوي بوفاره، افتاب عالم او ګلبدین نایب)، سېلور کې (محمدعرفان، بن لفلین، کامران اکمل، محمد نواز، قیس احمد، عثمان غني، اکرام علي خېل)، ایمرجنګ کې (درویش رسولي، طارق ستانکزی، اسدالله متنی، فرهان زاخېل، سمیع الله سالارزی) او ايي سي سي اسوسیټ کې یې (ټین ډسکټي) واخیستل.

پکتیا :د ایکن له ډلې (شاهد افريدي)، ډایمنډ کې، تیسارا پرېرا او محمد شهزاد محمدي، ګولډ کټګورۍ کې (کامرون ډیبورټ، شرف الدین اشرف، سمیع الله شینواری، کریس جورډن، فهیم اشرف، لوک رایټ)، سېلور کې عظمت الله عمرزوی، رحمان الله ګربز، ضیاالرحمن اکبر او احسان الله جنت)، ایي سي سي اسوسیټ لوبغاړو کې (مکلیوډ) ایمرجنګ یا ځوان لوبغاړو کې (طاهر عادل، یوسف ځاځی، ضیاالرحمن او فضل ځاځی) وپېرل.

ننګرهار:، په ایکن کې (انډري رسل)، ډایمنډ کې (تمیم اقبال او مجیب ځدراڼ)، ګولډ کې (بېن کټنګ، شفیق الله شفق او نجیب الله تره کی)، سیلور کې میچل میکلننګل، محمد حفیظ، مشفق الرحیم، رحمت شاه، نوین الحق او ظاهرخان)، ایي سي سي اسوسیټ لوبغاړو کې (سندیپ لمي چانې) او ځوان یا ایمرجنګ لوبغاړو کې (فضل الحق، عمران جنت، خیبر عمر، نصرت قریشي، فضل نیازی او ابراهیم ځدراڼ) خپل کړل.

کندهار : ایکن کټګورۍ کې (برنډن مک کلم)، ډایمنډ کې (وهاب ریاض، محمد اصغر افغان)، ګولډ کې (پاور سټرلینګ، نجیب الله ځدراڼ او کریم جنت)، سېلور کې (ناصر جمال، ټایمل مېلز، سیم بلنګز، افتخار احمد، حمزه هوتک، کریم صادق او سعید شېرزاد)، ايي سي سي اسوسیټ لوبغاړو (محمد نوید) او په ځوان یا ایمرجنګ لوبغاړو کې وقار سلامخېل، عبدالباقي، وقار الله اسحاق او وحید شفق شامل دي.

د یادولو ده چې د افغانستان غوره لیګ لوبې د روان زېږدیز کال د اکټوبر په پنځمه پیل او د یادې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د دغو لوبو په جریان کې به هره ورځ دوه-دوه لوبې ترسره شي چې یوه به يې له غرمې وروسته څلور بجې پیلیږي او بله به یې بیا له غرمې وروسته ۸:۰۰ بجې پیلږي او د اکټوبر په ۲۱ مه به یې پایلوبه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG