د لاس رسي وړ اتصالات

سکاتلنډ په کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه


محمد ۹۲ منډې وکړې خو د افغانستان د بري لپاره کافې نه وې
محمد ۹۲ منډې وکړې خو د افغانستان د بري لپاره کافې نه وې

افغانستان د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.

افغانستان په ۵۰ اورونو کې سکاتلنډ ته د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. خو سکاتلنډ دا هدف په ۴۸ اور پوره او لوبه یې په اوو ویکټو وګټله.

د سکاتلنډ یوه لوبغاړي ملکلویډ ۱۵۷ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده. له ده سره د سکاټلنډ بل لوبغاړي بیرینګټن ښه ملګرتیا وکړه او په ۶۷ منډو وسوځېده. دوی د خپلې لوبډلې په بري کې مهم رول ولوبوه.

مجیب ځدراڼ دوه او راشد خان یو کس وسوځول. دا اول ځل و چې راشد خان په نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوله.

په افغان منډه جوړونکو کې محمد نبي تر ټولو ډېرې ۹۲ او نجیب ځدراڼ ۶۷ منډې وکړې. شهزاد محمدي ۳۰، احسان صفر، رحمت شاه اووه، ناصر جمال ۱۵، شرف الدین اشرف شپږ، ګلبدین ۱۱، راشد او مجیب صفر وکړې.

د افغانستان دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ له زمبابوې سره ده. دا د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ دي چې له لسو لوبډلو دوه نړیوال جام ته ځي.

XS
SM
MD
LG