د لاس رسي وړ اتصالات

ولې شاپور ځدراڼ کرکټ نکوي


شاپور ځدراڼ وايي دوه کاله کیږي، چې له لوبډلې کېنول شوی دی.
شاپور ځدراڼ وايي دوه کاله کیږي، چې له لوبډلې کېنول شوی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکی شاپور ځدراڼ وايي د کرکټ بورډ ځینې چارواکو د شخصي ستونزو له کبله هغه ته مشکلات جوړ کړي او له لوبډلې یې ویستلی دی.

ښاغلي ځدراڼ وايي چې له د وو کلونو راپدېخوا راته پلمې او مشکلات جوړوي چې له لوبډلې مې وباسي"راباندي معاش هم بند کړی او قرار داد یې هم رانه اخیستی دی".

نوموړي د امریکا غږ اشنا ته وویل"د کرکټ بورډ عمومي مشر او اجرايي مشر ملي لوبدلې ته زما د ورتګ مخه نیولې ده. اته ځلې یې په تمریني لوبو کې ونیولم خو په اصلي لوبو کې به یې زما پر ځای کم تجربه" لوبغاړو ته ځای ورکړل شو.

شاپور ځدراڼ چې له شاوخوا ۱۴ کلونو راهېسې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لوبیږي، په نړیواله کچه هم پېژندل شوی دی، د ۲۰۱۴ کال په نړیوال جام کې د کرکټ نړیوالو مبصرینو د هغه لوبې ډېرې وستایلې.

شاپور وايي "مخکني روزونکي انضام الحق راته وویل چې ته ښه لوبغاړی یي، زه درسره کومه ستونزه نلرم، خو د بورډ اجرايي مشر او عمومي رئیس نغواړي چې ته په لوبډلې کې واوسې. زه بخښنه غواړم، چې زما په وخت کې ستا حق وخوړل شو. کپټان ستانکزي هم همدا خبره راته وکړه".

هغه وايي پنځه وار یې د بورډ د سر له دوو چارواکو سره " مجلسونه وکړل او ما ورته وویل چې زما ستونزه څه ده چې تاسو مې په لوبډلې کې نه نیسئ، هغوی هېڅ ځواب نلري". د ډسمبر په شپږمه نېټه د کرکټ بورډ اجرايي مشر شفیق ستانکزي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی د شاپور کور ته ورغلي او له هغه یې غوښتي چې لوبډلې ته راشي، خو هغه خپله نغواړي.

مګر " دا خبرې درواغ دي، زموږ کور ته هېڅوک هم نه دي راغلي،" زه چې بورډ ته ورځم " په دروازه کې مې داسې تالاشي کوي، لکه یو مشکوک او عادی سړی چې یم، له خلکو مې وپوښتل ولې داسې کوئ، وویل همداسې راته ویل شوي".

شاپور ځدراڼ همدغه راز د کرکټ بورډ چارواکي تورن کړل" اجرايي مشر ټولو نړیوالو رسنیو ته وویل چې شاپور ژوبل دی، د بنګلدېش له کورنیو سیالیو یې هم پاتې کړم، د پاکستان له کورنیو سیالیو یې هم بې برخې کړم زما ټول کرکټ یې راتباه کړ، زه اوس هېڅکاره یم".

شاپور وايي څوارلس کاله کیږي د هېواد لپاره لوبې کوم" د کرکټ بورډ مشران راته بد اخلاقه وايي، ما ورته وویل چې په کوم حساب بد اخلاقه یم، خو هغوی وايي نه ته یوه ویډیو خپره کړه او په کې زموږ صفتونه وکړه، بیا به دې لوبډلې ته راولو، زه خو څه دوکاندار نه یم چې د خلکو صفتونه وکړم، زه یو ملي لوبغاړی یم او د خپل هېواد لپاره لوبه کوم،" ما ورته وویل " ۱۴ کاله کې بداخلاقه نه وم، دوه کاله کیږي چې بداخلاقه یم".

"د شاپور ټولې ادعاوې ناسمې دي "

د شاپور ځدراڼ دغه ادعاوې مې د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر نسیم دانش مخې ته کېښودلې، هغه دا ټولې یوه په یوه رد کړې.

ښاغلي دانش وویل " موږ له شاپور سره هېڅ ستونزه نلرو. ټول لوبغاړي زموږ په سر کې سترګې دي. ما څو وارې خپله ورسره په تیلیفون خبرې کړې، ورڅخه مې غوښتي چې لوبډلې ته راشه، خو هغه انکار کړی دی، زه ریکارډ لرم".

ښاغلي دانش وویل "د شاپور د شخصي کرېکټر او اخلاقو له کبله زموږ ټولې لوبډلې ته په استرالیا کې ستونزه جوړه شوې وه، په سکاټلنډ هم ستونزه جوړه شوې وه، موږ ورته وویل چې شخصي اخلاق مو ښه کړئ، خو دا یې نه مني".

د کرکټ بورډ مشر دا خبره هم وکړه" شاپور ځدران وايي تر هغه چې زما ورور غمی ځدراڼ په لوبډله کې نه وي، زه لوبه نه کوم". نوموړي وویل چې د افغانستان د کرکټ بورډ اداره د لوبغاړو لپاره ځانګړې تګلاره لري چې " ډېر لوبغاړي یې مني، خو شاپور یې نه مني".

هغه وايي ډېر داسې لوبغاړي شته چې باید له لوبې لاس په سر شي، خو " بیا هم غواړي چې لوبه وکړي".

خو، شاپور ځدراڼ په خپلې مرکې همدغه راز ځیني نور ملي لوبغاړي هم یاد کړل چې د هغه په خبره د کرکټ بورډ د چارواکو د "شخصي ستونزو قرباني شوي دي،" شاپو وايي " ترهغه لوبډلې ته نه ځم چې دا مشران و".

له شاپور ځدراڼ سره د جعفر هاند پوره مرکه په دغه لینک کې واورئ:

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG