د لاس رسي وړ اتصالات

شپږیزې کې اتلانو ښاماران او زمریانو نهنگان مات کړل


سلهاو مینه د خپلو لوبغاړو لوبې لیدو ته راغلي وو
سلهاو مینه د خپلو لوبغاړو لوبې لیدو ته راغلي وو

نن په کابل کې د کرکټ شپږیزې د سیالېو په نوم د هیواد د شپږو زونونو ترمنځ شل اوریزو سیالیو کې د مس عینک اتلانو او بندامیر ښامارانو او سپین غر پړانګانو او آمو نهنګانو لوبډلې ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

لومړۍ سیالي
لومړۍ سیالي د مس عینک اتلانو او د بندامیر ښامارانو ترمنځ ترسره شوه. د سیالۍ پچه د مس عینک اتلانو وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

بندامیر ښامارانو لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۶ منډې جوړې او د ۱۴۷ منډو هدف یې ورکړ چې له ډلې یې نورالحق ۴۳ او محمد نبي عیسی خیل ۳۷ منډې جوړې کړې.

د مس عینک اتلانو توپ اچونکو له لوري عبیدالله کنړي ۳، ګلبدین نایب ۲ او روښان او ضیاءالرحمن اکبر یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

مس عینک چې د شپږیزو سیالیو د تېر کال اتل دی، د خپل مقام دفاع کوي
مس عینک چې د شپږیزو سیالیو د تېر کال اتل دی، د خپل مقام دفاع کوي

مس عینک اتلانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې ګلبدین نایب ۶۲ منډې جوړې کړې.

بندامیر ښامارانو توپ اچونکو له لوري نوین الحق ۳ او نصرت الله ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

ګلبدین نایب د ۶۲ منډو په جوړولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

دویمه سیالي
دوهمه سیالي د سپین غر پړانګانو او د آمو نهنګانو ترمنځ وه. پچه د آمو نهنګانو کپتان وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. د لوبې په منځ کې اورښت د اورونو راکمیدو لامل وګرځید او د ټاکل شویو قوانینو له مخې هرې لوبډلې لپاره د لوبیدو لپاره ۱۸ اورونه ورکړل شو.

د آمو نهنګانو لوبډلې لومړیو لوبغاړو ښه لوبه ونکړای شوه او ژر ژر یې ویکټې له لاسه ورکړې خو په پای کې میروس اشرف او شرف الدین اشرف وکولای شول چې لوبه تر وروستي اووره وغځوي او په پایله کې آمو نهنګانو د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره سپین غر پړانګانو لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه چې له ډلې یې کریم صادق ۴۰ او شرف الدین اشرف ۳۳ منډې جوړې کړې.

د سپین غر پړانګانو توپ اچونکو له لوري مسلم موسی ۲، عبدالله عادل ۲، سمیع الله شینواري ۱ او طارق هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

هغه لوبغاړي چې زمبابوې کې ښه ځلیدلي وو،د کابل شپږیزه کې هم د هغو ډیره تمه کیږي
هغه لوبغاړي چې زمبابوې کې ښه ځلیدلي وو،د کابل شپږیزه کې هم د هغو ډیره تمه کیږي


لوبه په دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا د اورښت له کبله وځندیده چې د ټاکل شویو قوانینو له مخې د سپین غر لوبډلې ته په ۱۶ اورونو کې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکل شو. سپین غر لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۴ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې سمیع آفریدي ۴۰ سمیع الله شینواري ۳۱ منډې جوړې کړې.

د آمو نهنګانو لوبډلې له لوري جاوید احمدي ۲ او شرف الدین اشرف ۱ لوبغاړی وسوځاوه. سمیع الله شینواري د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو..

تبصره
د ننۍ دوه لوبو نه څرگندیږي چې د کرکټ د ملي ټیم کوم لوبغاړي چې د زمبابوې په سفر کې ښه ځلیدلي هغوي له هم خپله غوره لوبه جاري ساتلې او کابل کې هم وځلیدل.چې په دې کې گلبدین نایب او محمد نبي د یادولو وړ دي.

گلبدین نایب په خپله ښه خپل ټیم مس عینک اتلانو ته برۍ وگټه، خو محمد نبي سره خپلو نورو ملگرو سمه ملگرتیا ونکړه او د ده په کپتانۍ کې د بند امیر ښاماران د اتلانو مخې ته مات شول. توپ اچونه کې د عبید کونړي لوبه د ستایلو ده چې د ډیر وخت نه ېې د ملي ټیم دپاره نوم یادیږي.

بله لوبه کې د کریم صادق غوره لوبه دا ښيي چې هغه د شل اوریزو لوبو دپاره بیا جوگه شویدی. دا چې د امو نهنگانو کې بل کوم نهنگ سم زور ونه وهه او کمې منډې ېې وکړې. نو لوبه د سپین غږ زمریانو په گټه تمامه شوه. سپین غرزمریانو سمیع الله شینواری چې تل ېې کور دننه او بهر غوره لوبه کړیده. خپله وړتیا همداسې روښانه وساتله.

د شپږیزې د اولې ورځې غوره لوبغاړو هر یو گلبدین نایب او سمیع الله شینواري د امریکا غږ آشنا راډیو سره ژوندۍ خپرونه کې د خبرو په وخت وویل چې دوي خارج نه زیات وطن کې د کرکټ په سیالیو گډون ته ډیر خوشالیږي،ځکه د خپلو مخې ته د خپلو همزولو سره سیالي کوي.

محمد نبي د غوره وکړه خو بیا هم د بند امیر ښاماران د ماتې سره مخ شول
محمد نبي د غوره وکړه خو بیا هم د بند امیر ښاماران د ماتې سره مخ شول

په دې سیالیو کې نن ځوان لوبغاړی اکرام فیضي هم شامل شو، چې د امو نهنگانو لخوا معرفي شو. د کال د شپږیزو سیالیو لړۍ چې د نومبر تر دولسمې به دوام لري.

د کرکټ مینه وال به خپل د خوښې لوبغاړي میدان او د تلویزون دلارې ویني او خوند به ترې اخلي.

د سبا لوبې

سبا به د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د بست ساتونکو، کابل بازانو، بندامیر ښامارانو او الکوزی سپین غر بازانو لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبه کوي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG