د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د جنوبي افریقا ایمرجېنګ لوبډلې سره لوبې لري-کرکټ


افغانستان د دوشنبې په ورځ د ګلبدین نایب په مشرۍ د نړیوال کپ سیالیو ته سکواډ اعلان کړ
افغانستان د دوشنبې په ورځ د ګلبدین نایب په مشرۍ د نړیوال کپ سیالیو ته سکواډ اعلان کړ

د کرکټ د ۲۰۱۹م نړیوال کپ سیالیو ته غوره کړل شوي افغان لوبغاړي د جنوبي افریقا له ایمرجېنګ لوبډلې سره درې یوه ورځنۍ لوبې لري.

د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ (اپریل۲۳) وه چې باران وشو او لوبه یې لغوه کړه. دوې نورې لوبې یې را روانه پنجشنبه او شنبه (اپریل ۲۵-۲۷) دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان ګلبدین نایب امریکا غږ ته وویل چې دا تمریناتي لوبې په برتانیا کې د نړیوالو سیالیو لپاره د چمتوالي لپاره کیږي.

هغه وویل چې د جنوبي افریقا په ایمرجېنګ لوبډلې کې د هغه هېواد ځینې مخکښ او د ملي لوبډلې لوبغاړي هم شامل دي.

ګلبدین نایب وویل چې دا لوبې به د افغان لوبغاړو لپاره یو ښه تمرین وي. افغان لوبغاړي له شاوخوا دوو اونیو راهېسې په جنوبي افریقا کې په تمریناتو او تمریناتي لوبو بوخت دي چې د نړیوال کپ سیالیو ته امادګي ونیسي.

افغانستان د نړیوال کپ سیالیو ته د ګلبدین نایب په مشرۍ لوبډله اعلان کړه
افغانستان د نړیوال کپ سیالیو ته د ګلبدین نایب په مشرۍ لوبډله اعلان کړه

د کرکټ بورډ وايي د جنوبي افریقا لوبغالي او پیچونه د برتانیا پیچونو ته ورته دي چې دا به د افغان لوبغاړو لپاره یو ښه تمرین او چمتوالی وي. افغانستان همدا تېره ورځ د نړیوال کپ سیالیو ته د لوبغاړو لست/سکواډ اعلان کړ.

محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن په آی پي ال کې بوخت دي او په دغو تمریناتي لوبو کې برخه نشي اخیستلی.

افغان لوبغاړي به له جنوبي افریقا ورسته په برتانیا کې له سکاتلند او ایرلنډ سره هم ځینې لوبې وکړي چې د نړیوال کپ تر سیالیو مخکې دي.

XS
SM
MD
LG