د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې بل لوی تاریخ جوړ کړ


افغانستان د کرکټ د دویمې درجې لومړنی هېواد شو چې د کرکټ د لومړۍ درجې له یو هېواد څخه د ۵۰ اورونو او ۲۰ اورونو سیروزنه ګټي.
افغانستان د کرکټ د دویمې درجې لومړنی هېواد شو چې د کرکټ د لومړۍ درجې له یو هېواد څخه د ۵۰ اورونو او ۲۰ اورونو سیروزنه ګټي.

دا د ۲۰ اورونو په سیالیو کې د افغانستان دا ډول لومړنی بری دی. افغانستان له زمبابوې څخه د ۵۰ اورونو د پنځو لوبو لړۍ هم ګټلې وه چې نوی تاریخ وبلل شو.

افغانستان د زمبابوې د ۱۹۱ منډو هدف د وروستي اور په پنځم توپ باندې پوره کړ.

زمبابوې پچه وګټله او خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله؛ که څه هم دولت ځدران په لومړي بال د زمبابوې لومړنی لوبغاړی چیبابا بولډ اوټ کړ، خو نورو لوبغاړو یې تېزې او چټکې منډې وکړې.

ویلیمیز په ۲۱ توپونو ۵۰ منډې وکړې او د زمبابوې لومړنی لوبغاړی شو چې د ۲۰ اورونو په نړیوالو لوبو کې چټکه پنځوسیزه کوي.

په ۳۳ توپونو د متمبامي ۴۳ او د کپټان چګمبورا ۳۳ چټکو منډو افغانستان ته د ۱۹۱ منډو په هدف ټاکلو کې مهم رول ولوبوه، خو افغان لوبغاړو دغه ستر هدف ترلاسه، لوبه یې وګټله او بل دویم تاریخ هم جوړ کړ.

افغانستان د کرکټ د دویمې درجې لومړنی هېواد شو چې د کرکټ د لومړۍ درجې له یو هېواد څخه د ۵۰ اورونو او ۲۰ اورونو سیروزنه ګټي.

خو، دا د ګلبدین نایب ۵۶ منډې وې چې افغانستان یې د بري پوړ ته ورسوه. ګلبدین نایب په توپ اچونې کې هم دوه لوبغاړي سوځولي وو نو ځکه د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغان منډه جوړوونکو کې عثمان غني ۶۵ منډې وکړې، دا د هغه دویمه نړیواله شل اوریزه سیالي وه. محمد شهزاد ۲۴، محمد نبي ۱۵ او کریم صادق ۱۱ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې دولت، حمزه او ګلبدین د زمبابوې دوه- دوه او راشد یو لوبغاړي وسوځول.

دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د کرکټ د نړیوالې شورا له بشپړ غړي هېواد سره د اوو لوبو لومړنۍ لړۍ وه. افغانستان د ۵۰ اورونو لړۍ هم وګټله او په کرکټ کې یې یو لوی تاریخ جوړ کړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG