د لاس رسي وړ اتصالات

نیپال هانک کانګ ته ماتې ورکړه؛ افغانستان بل پړاو ته ووت- کرکټ


افغانستان په څلورو لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې
افغانستان په څلورو لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې

د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سالیو په وروستیو ګروپي لوبو کې نیپال هانک کانګ ته ماتې ورکړه.

په دغې ماتې سره افغانستان د غوره شپږو لوبډلو (سوپر۶) پړاو ته ولاړ.

هانک کانګ نیپال ته ۱۵۳ منډې وکړې چې هانک کانګ په ۴۱ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه یې وګټله.

نیپال او او هانک کانګ د افغانستان په ګروپ کې دي. د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي چې له بي ګروپ نه سکاتلند زمبابوې او افغانستان د سوپر۶ پړاو ته تللي دي.

افغانستان، نیپال او هانګ کانګ په څلورو لوبو کې یوازې یوه-یوه لوبه ګټلې ده، خو د افغانستان د منډو اوسط پر نیپال او هانک ګانګ زیات و، نو ځکه دویم پړاو ته ولاړ.

هلته به د شپږو ټیمونو له ډلې دوه نړیوال جام ته وځي.

XS
SM
MD
LG