د لاس رسي وړ اتصالات

سردار داوو خان اوس هم د افغانانو په زړونو کې ژوند کوي


Dawood khan
Dawood khan
افغانانو د خپل هیواد د لومړني جمهور رییس سردار داوود خان د مړینې تلین ولمانځی. دوي د سردار داوود د جمهوری ریاست دور د افغانستان د پرمختګ او بسیاینې دور وباله.

۳۵ کاله دمخه په افغانستان کی د ثور د کودتاه سره د دغه هیواد لومړنی جمهوري دولت رانسکور شو او د هیواد لومړنی جمهور رییس سردار داوو خان د خپلې کورنۍ له غړو هان تر ۲ کلن ماشوم پوري یو ځای ووژل شول .

مړی په نامعلوم ځای کی د کورنۍ له څو غړو سره یو ځای تر خاورو لاندي شول او د دغې غم لړلی پیښې را منځته کونکو وانګېرله چې ګني هر څه د خلکو د سترګو پت شول خو داسي ونه شوه.
دری لسیزی وروسته د هغوي مړي بیرته را وایستل شول او د افغانستان لومړنی جمهور رییس چی د خپلو خلکو په زړونو کی یی ځای جوړ کړی وو د حامد کرزی د ولسمشری په وخت په برم او شوکت سره خاورو ته وسپآرل شو.
د شنبې په ورځ افغان ځوانانو د لومړی ځل لپاره د سردار داوود خان د تلین ۳۵ کلیزه ولمانځله.
غونډه د هغه کمیسون له خوا جوړه شوی وه چی د تلین د لمانځلو لپآره یی کار کاوه خو په غونډه کې د زیات شمیر عامو افغانانو شتون دا وښودله چی سردار داوو خان د خپلو ځلکو په زړونو کې اوس هم ژوندی دی .
د سردار نعیم خان لمسی، د سردار داوود بریاوی راوشمیرلې د هغه د تدبیر او د خپل هیواد او خلکو سره یی د مینی يادونه وکړه او د وختونو په پرتلې سره یی وویل دریغه چې دا مهال د سردار داوو غوندی په وطن مین بچیان نشته او داسي څوک نه وینی چی د هیواد د ستونزو د حل لپاره قاطعه او پریکونی عمل ولري. ،،هغه څه چی نن په هیواد کی تیریږی زموږ د اندیښنې وړ ده نن داسې څوک نه وینو چی پریکونی او قاطع عمل دي وکړی او د هیواد مخ په زیاتیدو ستونزې دي کمی کړي خو وایم چی یواځنی لاره دا ده چې یو موټی شو او د شهید داوود خان د سپیڅلو آرمانونو د پوره کیدو په لاره کی هڅې وکړو.،،
بلي خوا ته د افغانستان د فساد سره د مبارزې د عالي اداری مشر عزیز الله لودین د داوود خان کړنو ته د برم په سترګه ګوري او هغه د افغانستان ستر او نومیالی سردار ګڼي .
لودین وایي سردار داوود خان د خپل هیواد د پرمختګ په لاره کې تر وسې زیاتې هڅې وکړې. د سردار داوود د صدارت پر مهال له ختیځ تر لویدیز اوله شمال نه تر جنوب د هیواد لارې ډګرې وایستل شوې او هڅه وشوه چې هیواد په نړیواله کچه د ستر برم خاوند وګرځوي او په نړیوالو ټولنو کې یی شتون پرتمین کړي.

لودین وایي د سردار داوو خان د مړي په پیدا کولو او خاورو ته یې له برمه ډکو مراسمو په ترڅ کې د سپارلو لپاره هڅې کړي دي .

علي احمد حلالي چی د سردار داوو خان په وخت کی یې دامنیت چارې تر سره کولې وایي سردار داوود خان په بیلابیلو حالاتو کې لکه غر د خپلو خلکو تر شا ولاړ وو او هغه به تل په بشپړه دفاع او د امنیت د فرهنګ په شتون باندې ټینګار کوی.

د جلالي په وینا داوود خان د پوځ پر عصري کېدو باندې تینګار کاوه خو ددې تر څنګ یې د خپلې خاورې نه دفاع د ټولو افغانانو دنده بلله . د سردار داوود له انده ښه امنیت هغه مهال را منځته کیدای شي چی سیاسیون ، پوځ او خلک یو تر بله همغږي ولري خو له بده مرغه دا امنیتي فرهنګ او د خلکو او ځواکونو تر منځ همغږی نشته.،، اوس زه وینم چې په افغانستان کې د امنیت فرهنګ چې ایجاب کوی ټول پکې همغږي وی نشته پوځ د سیاسیونو په خبره نه پوهیږي. سیاسیون او اقتصادي سکتور یو له بله نه سره پوهیږي او همغږی نه لری تر څو چې دا شرایط رامنځته نشي، نه د افغانستان ملي دفاع او نه یی امنیت تکمیلیدای شي.،،

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخیل د سردار داوود نه د هغه ولسمشر په توګه یادونه کوي چې ګانډیو هیوادونو ورنه ویره درلوده او په ټولنه کې یی د ښځو حقونو او مشارکت ته د درناوي په سترګه کتل. ، ،داوود خان د افغانستان په تاریخ کې یو استثنایي شخصیت وو چې د افغانستان ګاوندیانو د هغه له جرات نه ویره درلودله .هغه داسي یو شخص وو چې د هیوا د د زیربناوو موسس وو او لومړنی شخص وو چی دا جرات یی درلودی چې افغانو ښځو ته یې د ټولنیزو آزادیو او فعالیت زمینه برابره کړه او ښځو ته یې د هغوي حقوق ورکړل.،،

د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې د مشر عبدالحمید مبارز په وینا افغانستان د خپل لومړي جمهور رییس په وخت کی د عدم انسلاک د سازمان د رامنځته کونکو د ډلی غړی شو. فقید جمهور ریٌس د خپل هیواد لپاره ی د پرمختګ ۷ کلن او۲۵ کلن پروګرامونه لرل او په نړیواله کچه یې افغانستان د برم ، پرتم او عزت پر کرسۍ کښینوی.

د شنبې ورځ د ده له مرګ نه د ۳۵ کالو په تیریدو سره یو ځل بیا د کابل ښار لارې ډګرې د هغه په تصویرونو ښکلی کړای شوې چې او په کښي شعار لیکل شوی وو چې ،،بې له خدایه هیچ چا ته نه تسلیمیږم،، او یا لیکل شوي وو ،،د ثور اومه د افغانستان د بدبختۍ پیلامه،، .

بهارت صابر آشنا رادیو کابل
XS
SM
MD
LG