افغانستان نن دوشنبه (اکتوبر۱۹) د متحدو عربو اماراتو په ابوظبي کې زمبابوې ته د کرکټ په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې لویه ماتې ورکړه.
افغان کپتان رحمت شاه د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې زمبابوې ته د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.
په افغان لوبغاړو کې ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې او صدیق اتل ۱۰۲ منډې وکړې.
د زمبابوې ټوله لوبډله په ۳۹م اوور کې په ۱۳۶ منډو وسوځېده او افغانستان د ۱۵۸ منډو په توپیر لوبه وګټله.
په افغان توپ اچوونکو کې تر ټولو ډېرې څلور ویکټې راشد خان واخیستې. فضل هم دوې ویکټې واخیستې، او الله محمد غضنفر او محمد نبي بیا یو یو لوبغاړي وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړ صدیق اتل شو.
دا د افغانستان په کوربتوب له بنګله دېش او زمبابوې سره د درې اړخیزو سیالیو د لړۍ دویمه لوبه وه.
په لومړۍ لوبې کې زمبابوې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.
د افغانستان دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ له بنګله دېش سره ده.
فورم \ دبحث خونه