د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د دفاع وزیر واي چې امریکا به افغانستان یواځي نه پریږدي.


BISMILLAH
BISMILLAH

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي خوشبیني څرګنده کړې ده چې د ٢٠١۴ کال نه ورسته به امریکا افغانستان یواځي نه پریږدي.

بسم الله محمدي وايي چې فکر نه کوي چې امریکا به خپله پخوانۍ اشتباه تکرار کړي چې د ١٩٨٩ کال نه ورسته، یانې کله چې د شوروي اتحاد پوځیان د افغانستان نه ووتل دغه هیواد یې هیر کړي.
هغه وویل چې که خدای مکړه چیري افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو پناه ځاي وګرځي نو دوی یانی امریکا به هم خوندي نه وي. نو زه فکر نه کوم چې دوی دې خپله تیره اشتباه، لکه په ١٩٨٠ مو کلنو کې چې یې وکړه تکرار کړي.

که څه هم امریکا ژمنه کړې ده چې د ٢٠١۴ کال نه ورسته به د یو څو کلنو لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مرسته وکړي، خو په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور بیا د دواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي تړون پورې تړلی دی چې پکښې به د افغانستان د قوانینو نه د امریکايي ځواکونو د مصونیت جنګجالي موضوع هم شامله وي.

د افغانستان دفاع وزیر وویل چې فکر کوي چې د اتو نه نیولې بیا تر نهو میاشتو پورې به د امریکا سره د امنیتي قرارداد په اړه مذاکرات بریالي پای ته ورسیږي.
هغه دغه خبره یو ورځ ورسته له دې نه کړې ده چې ولسمشر کرزي وویل چې لویه جرګه به راغواړي چې په افغانستان کې د ٢٠١۴ کال نه ورسته د امریکايي ځواکونو د مصونیت په اړه به فیصله وکړي.
XS
SM
MD
LG