د لاس رسي وړ اتصالات

څلور ماین پاکان په هملند کې ووژل شول


د هلمند چارواکي وسله وال طالبانو تورنوي چې برید یې کړی خو، په خپله طالبانو لا څه نه دي ویلي.
د هلمند چارواکي وسله وال طالبانو تورنوي چې برید یې کړی خو، په خپله طالبانو لا څه نه دي ویلي.

د ډافا په نامه موسسې پر ماین پاکوونکو وسله وال برید د چارشنبې په ورځ د هلمند د ګرشک په ولسوالۍ د اوبازانو په سیمه کې وشو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د امریکا غږ ته وویل چې د وسله والو طالبانو په دغه برید کې څلور ماین پاکان وژل شوي دي.

د ښاغلي ځواک په خبره په برید کې یو بل ماین پاک ټپي او یو هم ورک دی.

خو، وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

په افغانستان کې په تېر وخت کې هم پر ماین پاکانو بریدونه شوي چې یو شمېر یې وژلي شوي او ژوبل شوي هم دي.

پر دې سربېره یې ځنې نور تښتول شوي هم وو چې بیا وروسته ازاد کړل شوي دي.

افغانستان هغه هېواد بلل کیږي چې لا هم په ډېرو غرنیو سیمو کې ماینونه ښخ دي او وخت ناوخت وسله وال طالبان هم د خپلو مخالفانو پر لویو لارو ماینونه ښخوي.

د دغو ماینونو قربانیان تر ډېره ملکي افغان وګړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG