د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی افغان ډېپلومات روان فرهاي د ۹۶ کالو په عمر وفات شو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی دیپلومات روان فرهادي د ۹۶ کلونو په عمر کې وفات شوی دی.

د هغه زوی طارق فرهادي په خپل فیسبوک کې لیکلي چې پلار یې د یکشنبې په ورځ (جولاۍ۲۷) وفات شوی دی.

روان فرهادي د کالیفورنیا د سن فرانسیسکو په ښار کې اوسېده.

فرهادي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه او همدارنګه د یو استاد او لیکوال په صفت دندې ترسره کړې دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول یو شمېر افغان سیاسي څېرو د فرهادي په مرګ ژور خپګان ښودلی او د هغه مړینه يي یوه ضایعه بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG