د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د معلولینو کرکټ ټیم پای لوبې ته ونه رسید


د کرکټ د نړۍ د پینځو هیوادونو افغانستان پاکستان هند بنگله دیش او انگلستان هغه لوبغاړي چې یو نه یو ډول معذوري او معلولیت لري د انگلستان په مانچسټر ښار کې د شل اوریزو سیالیو دپاره راغونډ شوي او د یوې اوونۍ د سیالیو نه پس نن د اگست په دیارلسمه ېې وروستۍ ورځ وه چې افغانستان پکې سیمي فاینل یا نیمه پای لوبه کې د کوربه انگلستان سره مخامخ شو.

انگلستان ورته د گټلو دپاره د یوسل اته څلویښت منډو هدف ورکړ. خو د افغانستان د معلولینو د کرکټ ټیم ټول لوبغاړي اخري اوور کې وسوزیدل او لس منډو په توپیر ېې لوبه بایلوده. دې ماتې سره د افغانستان د ټیم سفر همدلته پای ته ورسید او فاینل نه پاتې شو.

ثابته ېې کړه چې د نورو لوبغاړو په څیر معلولیت لرونکي ځوانان هم ډیر استعداد او وړتیا لري
ثابته ېې کړه چې د نورو لوبغاړو په څیر معلولیت لرونکي ځوانان هم ډیر استعداد او وړتیا لري

د افغانستان د معلولینو کرکټ په دې پینځه اړخیز ټورنامنټ کې ډیر ښه پیل وکړ او لومړیو دریو سیالیو کې ېې بنگله دیش ،ورپسې پاکستان او دریمه لوبه کې انگلستان ته ماتې ورکړه. یوازې د هند مقابل کې ښه ونه ځلیدل او په اتیا منډو وسوزیدل او وروسته ېې لوبه هم بایلوده.

د افغانستان د معلولینو د کرکټ ټیم دا سفر ډیر گټور بلل کیږي او دوي ته په نړیواله سویه د لوبو کولو فرصت برابر شو او ثابته ېې کړه چې د نورو لوبغاړو په څیر معلولیت لرونکي ځوانان هم ډیر استعداد او وړتیا لري او نړیوالو سیالیو کې د ملک نوم ځلوي.

د یادونې وړ ده چې په دې سیالیو کې د افغانستان د معلولینو کرکټ ټیم سره امریکا غږ اشنا د مالي مرستیال په توگه مل وه.

XS
SM
MD
LG