د لاس رسي وړ اتصالات

وچکالۍ تر دوو میلیونو ډیر افغانان ځپلي – ملګري ملتونه


وچکالۍ د افغانستان ختیځې برخې تر نورو نسبتآ ډېرې ځپلي دي
وچکالۍ د افغانستان ختیځې برخې تر نورو نسبتآ ډېرې ځپلي دي

یوازې په بادغیس ولایت کې شاوخوا ۱۲۰ زره کسان د وچکالۍ له کبله له خپلو کورنو نه بیځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې په دې وروستیو کې د چکالیو له کبله یوازې د بادغیس په قلعه نو کې ۱۲۰۰۰۰ خلک بې ځایه شي دي.

د دغې ادارې په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د وچکالي له کبله د افغانستان په ختیځ کې د بې ځایه شویو خلکو شمېر ۲۵۰۰۰۰ ته رسېدلی دی.

اوچا دغه راز وايي د بادغیس او هرات په ولایتونو کې بې ځایه شویو خلکو سره مرستې شوي دي او شاوخوا ۱۹۰۰۰۰ خلکو ته د څښاک پاکې اوبه رسول شوي دي خو وايي چې د مرستو رسوونکو ادارو ظرفیت ټیټ دی.

دغه اداره وايي چې د دوی د اټکل له مخې دا مهال په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه خلک وچکالۍ اغیزمن کړي او دوی پلان نیولی دی د اکتوبر په میاشت کې ۱.۴ میلیونه خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

تر دې مخکې همدغې ادارې ویلي وو چې د وچکالۍ او د باران د نه کېدو له کبله د افغانستان ۷۰ سلنه برخه کې ژمني فصلونو اغیرمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي وو چې په ۲۰ ولایتونو کې چې وچکالۍ ځپلي دي، شاوخوا ۱۵ میلیونه خلک په کرنې او مالدارۍ او یا هم په همدغه برخه کې پر دندو پايي.

XS
SM
MD
LG