د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان وچکالي؛ تر پنځو مېلیونو زیات خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري


د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې شدیدې وچکالۍ کرنې، مالدارۍ او د اوبو رسولو پروژو ته زیان رسولی دی.

یواځې په لویدیځه حوزه کې ۲۵۰۰۰۰ خلک د وچکالیو له وجې بېځایه شوي دي. اکثره کورنۍ د هرات ولایت مرکز ته ګډه کړې ده. دوي په خیمو او نورو سرپناوو کې ژوند کوي.

اتیا کلن مراد خان اسحاق زی چې له خپلو اولادونو سره هرات ته بېځایه شوی وایې چې "کروندې ورانې شوې، مالونه ضایع شول او خرونه مو په بیابان کې خوشي کړل."

اسحاق زی وایې چې وچکالیو ۱۵ کاله مخکې هم د خپلې مېنې پرېښودو ته مجبوره کړی و. هغه اوسنی وضعیت "بده وچکالي" بولي.

د بېځایه شویو خلکو تعدد افغان چارواکي او نړیواله مرستندویه ادارې هېښ کړي دي. دوي کوښښ کوي چې خلکو ته خوراکي توکي، سرپناه او روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مشر ټوبي لنزر د ډېرو نړېوالو بشري مرستو مطالبه کوي.

لنزر تېره میاشت په امریکا کې خبریالانو ته وویل چې له " ۵،۵ مېلیونو څخه زیات خلک بیړیو مرستو ته اړتیا لري."

۲،۲ مېلیونه افغانان ځکه وچکالیو ځپلي چې تیر کال په افغانستان کې کمه واوره او باران وورید.

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایې چې لږترلږه ۱،۴ مېلیونه خلک خوراکي مرستو ته محتاجه دي. دغه کسان اکثراً د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې اوسېږي.

د افغانستان وچکالي؛ تر پنځو مېلیونو زیات خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

XS
SM
MD
LG