د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې په نشو روږدي کسان ورځ په ورځ زیاتیږي


نورستان دولایتي شورا رییس انجنیر سعد الله پاینده زوی وايي دمعتادۍ د کمولو په حکومتي کچه هڅې نه دي شوي.
نورستان دولایتي شورا رییس انجنیر سعد الله پاینده زوی وايي دمعتادۍ د کمولو په حکومتي کچه هڅې نه دي شوي.

دنورستان په برګمټال ولسوالۍ کې یونیم زر ښځې او سړي په نشه يي توکو روږدي دي

دنورستان چارواکو په برګمټال ولسوالیو کې دشته یو نیم زرو نشه یانو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي که یې تداوي ونشي زرګونه نور نورستانیان هم په چرسو او تاریاکو روږدي شي.

په دغه ولایت کې دنشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې ادارې ویلي چې په برګمټال کې ګڼې مېرمنې هم پر نشه يي توکو روږدې شوي او کچه یې ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

دیادې ادارې رییس مولوي هارون امریکا غږته وویل چې په سیمه کې نشه يي توکو ته په اسانۍ رسېده ددې لامل شوي تر څو دروږدېدا کچه خورا لوړه کړي.

هغه وویل"دکرکیلې ستونزه خو په برګمټال کې نشته دی ،خو ددغه توکو اخیستل او خرڅول ډېر دی او دبدخشان او پاکستان له لوري په اسانۍ سره دلته راوړل کېږي."

هغه وايي که څه هم په نورستان کې دکوکنار کر ډېر نه کېږي، خو بې کاري، بي سوادي او نا امني لامل شوې، چې ډېر خلک په تاریاکو او نورو نشو روږدي شي.

مولوي عزت الله همدا راز وویل، چې دقیقه سروې یې لا نه ده کړې خو یواځې په برګمټال کې دیونیم زور ښځو او ماشومانو پر نشه يي توکو روږدېدل ورته له اندېښې ډکه مسله ده .

نوموړی زیاتوي،چې په دغه ولسوالۍ کې یې دروږدو لپاره دیوه شل بستریز روغتون دجوړېدو غوښتنه کړې خو تر اوسه لا لوړو مقاماتو په دې برخه کې جدیت نه دی ښودلی .

هغه وايي"ددې ستر ناورین دمخنیو په خاطر که په دې ولسوالۍ کې دتداوی یو شل بستریز روغتون جوړ نه شي نو نور به هم سرایت وکړي او دغه کچه به دومره ډېره شي چې بیا به یې کابو کول ګران وي."

دنشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې ادارې دا هم ویلي،چې په دغه برخه کې مرسته کونکو ادارو هم نورستان ته شاه کړې او غټ لامل یې په سیمه کې نا امني په ګوته کړې ده .

ددغه ولایت اوسېدونکي هم دنشه يي توکو له اړخه په روان وضعیت اندېښنه ښیي او وايي دولت دې په دې برخه کې کوټلي ګاونه واخلي.

نورستان دولایتي شورا رییس انجنیر سعد الله پاینده زوی وايي دمعتادۍ د کمولو په حکومتي کچه هڅې نه دي شوي.

هغه وویل" دا دجامعې لپاره یو غټ تشویش دی،خو که حکومت دې برخې ته توجه وکړي. دا کار یې تر اوسه نه دی کړی."

هغه وايي که دعامه پوهاوي او شته روږدو کسانو دتاوی غم ونه شي نو لرې نه ده،چې دنورستان دټولو ولسوالیو ګڼ اوسېدونکي به پر نشه يي توکو روږدي شي،چې بیا به اوبه له ورخه تېرې وي.

پر افغان حکومت او نړیواله ټولنه نیوکه داده،چې دنشه يي توکو دلمنځه وړنې لپاره ډېرې پیسې ولګولې؛خو دګټې پر ځای یې ورځ تر بلې داعتیاد کچه په زیاتېدو ده .

دډېرو خلکو غوښتنه داده،چې دبزګرو لپاره دکوکنارو دبدیل په برخه کې روانې هڅې ریښتینې شي تر څو په هېواد کې دنشه يي توکو پر وړاندې مبارزه دبریالیتوب خواته روانه شي.

XS
SM
MD
LG