د لاس رسي وړ اتصالات

اباسین غواړي چې له مخدره موادو لاس واخلي


اباسین چې ۳۲ کاله عمر لري او پر وینا یې ۹ کاله یې له مخدره موادو کار اخیستی دی.

اباسین خپل اصلي ځای د میدان ودرګو ولایت ښیي خو وایي چې ننګرهار ته د کار او روزګار لپاره راغلی و چې وروسته د کار نشتوالي له امله پر مخدره موادو روږدی شو.

دده پر وینا ۵ کاله یې یواځې مخدره مواد وکارول او له هغې وروسته یې د شیشې په نامه د مخدره موادو کارول پیل کړل.

اباسین چې برګ دسمال یې پر سر تړلی او د جلال آباد په همدې سوځنده ګرمۍ کې یې لوی پټو پرسر اچولی و، د شیشو له ذرو څخه یې خپل سګرټی ډک کړی و وایي چې دی غواړي روغ شي.

"۵ کاله کېږي چې مخدره مواد کاروم او ۴ کاله کېږي چې شیشه کاروم، دغه ملګري مې راته په کې شیشه اچولې خدای دې دا ووهي راباندې شیشه څکي،بس ځان درد یم ډېر زیات غواړم چې مخدره مواد ونه څکم او روغ شم."

اباسین چې له کومې ورځې راهیسې جلال آباد ته راغلی، له خپلې کورنۍ هم احوال نه لري.

هغه وایي کور او کلی یې په میدان وردګو کې ترې پاتې او دی همدلته په جلال آباد ښار کې د مخدره موادو نورو کارونکو سره د لویو لارو ترڅنګ شپې ورځې تېروي.

دی چې د لویې ویالې ترڅنګ له کثافاتو ډک ځای کې له خپلو ملګرو سره ناست و او مخدره مواد یې کارول وایي له دې کاره خوند اخلي خو وروسته یې روغتیایي وضعه ښه نه وي نو اوس اړ شوی چې ښه شي.

هغه که څه هم دښه کېدو هیله لري خو لا پر دې پوه نه دی چې روغتیا یې په څه ډول ښه کېدای شي؟

وایي غواړي دولت ورته درملنه وکړي او بیا یې کور ته ولېږي.

خو د ننګرهار عامې روغتیا روغتون اړوند د معتادینو روغتون مشر ډاکټر سمین ستانکزی وایي چې دوی سره د معتادینو د ډېروالي له امله د ټولو معتادینو د بستري کولو امکانات نه شته خو کوښښ کوي چې دغه معتادین په تدریجي ډول تر درملنې لاندې ونیسي.

"دا پنځوس بستریز روغتون دی، د معتادینو شمېر ډېر دی او نه شو کولی چې ټول دومره زر بستر کړو. موږ په خپل نوبت سره روان یو، انشاالله ټولو ته رسیده ګي کوو."

په جلال آباد ښار کې د امیرشهید بڼ او د انګورباغ لوی واټ د معتادینو د راټولېدو او د مخدره موادو کارولو پنډغالي دي، دلته هره ورځ لسګونه د مخدره موادو روږدي ځوانان سره ټولېږي او نشه کوي.

دلته د اباسین په څېر ډېر ځوانان شته دي چې غواړي له دې عذابه وژغورل شي خو د حل لاره نه لري.

اباسین غواړي نشه پریږدي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

XS
SM
MD
LG