د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې چارواکي وايي د کوکنارو کر کم شوی دی


له هلمند څخه وروسته کندهار، نیمروز، فراه او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې په لوړه کچه ورکې کوکنار کرل کیږي.
له هلمند څخه وروسته کندهار، نیمروز، فراه او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې په لوړه کچه ورکې کوکنار کرل کیږي.

د کندهار ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې سږ کال د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د افغان حکومت پر ۱۵۰زره جریب غصب شوو ځمکو کې او دغه راز، په پنجوايي، ارغنداب او شاولي کوټ ولسوالیو کې هم کوکنار کرل شوي دي چې د تېر کال په پرتله د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ګل محمد شکران امریکا غږ ته وویل چې په نږدې ورځو کې به په دغو ولسوالیو کې د کوکنارو د فصل د له منځه وړلو چارې پيل کړي او په کندهار ولایت کې به د کوکنارو د کرولو کچه صفر ته راټيټه کړي.

"شاولي کوټ ولسوالۍ کې کښت شوی خو د پخوا په پرتله لږ شوی، په پنجوايي کې لږ شوی، په ارغنداب کې لږ شوی، په میوند ولسوالۍ کې چې ډیرې پراخې دښتې لري او له هلمند سره په پوله پرته ده او غاصبینو غصب کړي دي، برمې یې ورکې وهلي دي، تر یو نیم لک جریبه ځمکه کې یې کوکنار کرل شوي دي او خو انشالله سږکال به کندهار د کوکنارو له کښت څخه پاک شي."

له هلمند ولایت څخه وروسته کندهار، نیمروز، فراه او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې په لوړه کچه ورکې کوکنار کرل کیږي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان نږدې ۷۰ فیصده کوکنار د دغه هیواد په سویلي او ختیځو ولایتونو کې کرل کیږي.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا سږ کال یې خپله زیاته پاملرنه د افغانستان په پينځوو ولایتونو کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او ننګرهار کې د کوکنارو د فصل له منځه وړلو ته اړولې ده.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر وايي چې د سږ کال په پلان کې زیاته پاملرنه د افغانستان هغو ۴۱ ولسوالیو ته شوې ده چې د دغه هیواد په کچه ورکې ۹۶ سلنه کوکنار کرل شوي دي.

" له څه باندې ۳۸۰ ولسوالۍ چې موجودې دي یواځې په ۴۱ ولسوالیو کې شاوخوا ۹۶ فیصده مخدره مواد کرل کیږي، موږ هم خپل زیات پام هغو سیمو اړولی چې ورکېزیات کښت شوی، که موږ وشو کولای یواځې په لسو ولسوالیو کې ښې لاسته راوړنې ولرو نو په دې مانا ده چې په ټول افغانستان کې د کوکنارو په کرلو او تولید کې ۵۰ سلنه کموالی راوستی دی."

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې د افغانستان په لسو ولسوالیو میوند، نادعلي، نهر سراج، خاشرود، بکوا، کجکي، نوزاد، ګرمسیر، موسی کلاء او ریګ خانشین کې نږدې ۵۷ سلنه کوکنار کرل کیږي.

دغه چارواکي وايي چې سږکال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۲۴زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي او هغوی په ۲۴زره هکتاره ځمکو کې د کوکنارو د فصل د له منځه وړلو تابیا نیولې ده.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، تیرکال هغوی په ۲۱زره هکتاره ځمکه کې د کوکنارو د فصل د له منځه وړولو پلان درلود خو افغان امنیتي ځواکونه په افغانستان کې د تیرو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو د امنیت په ټینګولو کې بوخت شول چې له امله یې هغوی خپل ټاکل شوي هدف ته ونرسیدل او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس له کوکنارو څخه نږدې ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه پاکه کړه.

XS
SM
MD
LG